په ترکیه کې ګرځندوی
په ترکیه کې ګرځندوی

په خپله ننۍ خپرونه کې په ترکیه کې مشهورې د سومیلا د صومعه ( عبادت ځای ) په اړه تاسې ته معلومات درکوم.
د ترکیې د ختیځې تورې بحیرې په سیمه کې د تور غر په لمنو کې د ډیرو سترو ګټانو د پاسه جوړه شوې ده د سومیلا صومعه.
دا صومعه یا عبادت ځای چې ۱۷۰۰ کلن لرغون والی لري د نړۍ تر ټولو د تاریخي او پخوانیو صومعو نه شمیرل کیږي.
د تاریخي روایاتو له مخې د سومیلا صومعه یا عبادت ځای په دریمې میلادي پیړۍ کې یعنې د بیزانس د امپراتورۍ په دوره کې د اتن نه د راغلو دوو راهبانو لخوا جوړه شوې ده .
د کلونو په تیریدو سره ددې صومعه اهمیت او ارزښت ډیر شوی دی. همداشان د وخت په تیریدو سره پدې صومعه کې لا ډیر کار وشو. په ۱۳ مې میلادي پیړۍ کې د سومیلا صومعه لا پراخه شوه . ترڅنګ يي نوي نوي څانګې جوړې او د صومعې سره یو ځای کړی شوې.
د ویلو ده چې ترکانو د امپراتورۍ لخوا د ختیځې تورې بحیرې د سیمې د فتحه کولو نه وروسته عثماني پاچاهانو په هیواد کې د نورو تاریخي مکانونو ، لکه کلیساګانو، صومعه او داسو نورو د حفظ او مراقبت په برخه کې د اوچت کړو ګامونو په چوکاټ کې د سومیلا د صومعې د حفظ او مراقبت په خاطر مهم ګامونه اوچت کړل. حفظ او مراقبت په خاطر يي ورته ځانګړې بودیجه ځانګړې کړه.
همداشان په ۱۸ مې میلادي پيړۍ کې د سومیلا د صومعه ډیرې زیاتې برخې مرمت او له سره ورغول شوې. همداشان یو زیات شمیر دیوارونو يي د ښکلو ښکلو نقاشیو سره سینګار کړې شوې. همداشان په ۱۹ مې پیړۍ کې بیا د سومیلا صومعې ترڅنګ نوې ډیرې سترې سترې ودانۍ جوړې شوې او د صومعې سره ګډې شوې. د ویلو ده چې د ۱۹ مې پيړۍ پيل د سومیلا د صومعې لپاره طلايي دوره بلل کیږي.
په ۱۹۱۶ میلادي کال کې دا سیمه د روسانو لخوا اشغال کړې شوه . روسانو د سومیلا صومعه هم تر خپلې ولکې لاندې نیولې وه. د ۱۹۲۳ کال نه وروسته دا صومعه په کامله توګه تخلیه کړې شوه.
د ویلو ده چې د سومیلا صومعه د سلګونو کلونو لپاره د یو مهم دیني مرکز په توګه فعالیت کړی دی. سربیره پر دې دا صومعه د راهبانو د روزنې د مرکز په توګه فعالیت کړی دی.
د سومیلا په صومعه کې لویه کلیسا، کوچنۍ کلیساګانې، پخلنځی، د زده کوونکو خونې، میلمستون او کتابتون شتون لري.
همداشان د صومعې په دیوارونو کې ډیرې په زړه پورې نقاشي شوي دي. په دیوارونو د حضرت عیسی ع او بي بي مریم د ژوند د تصویر په ژبه بیان شوی دی.
د ویلو ده چې د سومیلا صومعه د بي بي مریم په نامه هم مشهوره ده. دا صومعه د ترکیې د ترابزون ولایت د ماچکا ولسوالۍ د پولو په منځ کې د تور غر په لمن کې د مځکې نه ۳۰۰ متره په ارتفاع کې جوړه شوې ده .
همداشان پدې صومعه کې په ۲۰۱۰ کال کې د فنرروم د پاتریک په مشرۍ د لومړي ځل لپاره دیني مراسم اجرا شول.
د سومیلا صومعه چې د مسیحیانو لپاره ځانګړی اهمیت لري هر کال په زرګونو تنه ددې صومعه نه لیدنه کوي.
هو که چیرې تاسې هم غواړۍ چې د ۱۷ پیړیو مخکې نښې ، نښانې ، معماري او تاریخ نه لیدنه وکړۍ دا صومعه ستاسې انتظار باسي. سربیره پر دې د ترابزون ولایت چې د ځانګړې طبعي ښکلا نه برښمند دی د ایه صوفیه د موزیم، د اتاترک کور او یو زیات شمیر نورو تاریخي اثارو کوربه توب کوي.
همداشان په ترابزون ولایت کې د اقچه آباد کوفته، په زیړو غوړو کې پخ شوي کبان، سوکړک، مشهور پنیر او قیماق په نورو سیمو کې موندل ناممکنه دي.