ایا لویدیځ خپل ارزښتونه د لاسه ورکړي ؟

پدې خپرونه کې په لویدیځ کې  د نړۍوالي کیدو یا ګلوبلازیشن د ارزښتونو په اړه  بحث کوو.

1132563
ایا لویدیځ خپل ارزښتونه د لاسه ورکړي ؟

 

ایا په لویدیځ کې د نړۍوالي کیدو  یا ګلوبلازیشن  بهیر  خپل اهمیت د لاسه ورکړی دی؟

لویدیځې نړۍ چې  د نړۍوالې کیدو یا ګلوبلازیشن  د بهیر نه په کافي توګه په ګټې پوره کولو کې پاتې راغلی دی  ایا  ددې بهیر نه  لاس په سر کیږي؟  ایا لویدیځه نړۍ  ملي دولتونو  پیړیو ته  بیرته ګرځي؟

د بشریت کورنۍ چې د عصري والي  او د تکنالوژۍ د پرمختګ سره  ډلې وړې شوې  او ددې کورنۍ هر وګړی نن  په یواځې ځان  په ژوند کولو محکوم شوی ایا ددې هم د پارچه پارچه کیدو د ګواښ سره مخامخ دی؟

ایا مصنوعي ذکا  او تکنالوژۍ لا زیات پرمختګ په اړه  تحقیقات  او روانې چارې  بشریت  له منځه وړي؟ ایا په راتلوونکې کې  نښتې او جګړې د مځکې  فضا ته  انتقالیږي؟

ایا د نړۍوالي کیدو یا ګلوبلازیشن د بهیر نه وروسته به څه رامنځته کیږي؟ ایا زمونږ  نړۍ  کومې لورې ته  روانه ده  او موجود بهیر ته څه نوم ورکولای شو؟

دا هغه پوښتنې دي ټول يي د ځوابونو په لټه کې دي.

د  انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په ټولنیزو علومو کې  بعضې وختونه  نړۍ کوم لورې ته  روانه ده  په اړه  په تیوري ګانو  بحث کیږي  او نوې تیورۍ  رامنځته کیږي.   

همداشان  ددې تیوري ګانو  له لارې  په راتلوونکي  د لا ښه پوهیدو په خاطر  تحلیلونه  او تبصرې کیږي.

هو  کیدای شي چې  هر وخت  دا تیوري ګانې  معصومې  او یا پخپله  رامنځته شوي نوي. کیدای شي چې ځینې وختونه  دا تیوري ګانې  په هره برخه کې  په کافي توګه  د وضاحت ورکولو  او هر څه د روښانولو  توان ونلري.  دا چې دا تیوري ګانې  د بعضو  معلومو  اړتیاوو  په پایله کې  رامنځته شوي دي  که  په هره پیمانه  نیوکې وشي  خو بیا  هم  ګتورې  او په بعضو  وختونو کې  مونږ  ته  په ډیرو  موضعګانو  رڼا  اچوي.

د بله پلوه که چیرې  دا تیوري ګانې  په کافي توګه د مسلو  د روښانولو توان هم  ولري خو نن  ورځ  د تکنالوژۍ  او عصریتوب  پر لورې  روان  بهیر  پداسې  چټکۍ سره  پر مخ  روان  دی  چې  دا تیوري ګانې  د خپل سیوري لاندې نیولي دي او ډیر زیات محدویتونه پرې  لګولي دي.

نن  ورځ  د مخابراتو، اړیکو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې  پرمختګونو  د انسانانو روحي حالت  او د وخت  ادراک په کافي توګه  بدل کړی دی. که چیرې وغواړو  چې پدې مسلې  ځان ښه پوه کړو  په تیرو  څو لسیزو کې  رامنځته شوو  پرمختګونو ته  په دقیقه توګه  کتنه  کافي ده. تاسې وګورۍ چې په تیرو  څو لسیزو  رامنځته شوو  پرمختګونو  چې په واقعیت سره  قانع کوونکي  او بشریت کې ستر هیجان  رامنځته کړی دی  په ډیره  چټکه توګه  دا فرضیه یا تیوري ګانې  له منځه  وړي دي.

د ویلو ده چې  د ۱۹۵۰ کلونو په پای کې  د امریکا  د نامتو سوسیالوژیست  یا  روان شناس  دانیل بل  دا  دوره  د اډیالوژۍ  د پای  په توګه اعلان کړې وه. د ویلو ده چې  په هغه وخت کې د هغه  دې فرضیه  یا تیورۍ  ډیره زیاته  جلب توجه نوه کړې.

همداشان  ددینه وروسته  بیا  نامتو فرانسوي  فیلسوف  پاول ویریلو  دا پرمختګونه  د جغرافیې د پای په توګه اعلان کړل.

همداشان په ۱۹۹۲ میلادي کال کې بیا  نامتو امریکايي عالم   فرانسیس فوکویاما  ددې پرمختګونو نه  د تاریخ  د پای په توګه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې  د فرانسیس فوکویاما  دې تیورۍ  بیا  د دانیل بل   تیورۍ نه  ډیر زیات جلب توجه وکړه.

همداشان  په ۱۹۹۳ میلادي کال کې  د هونتینګ تون لخوا  لیکل شوې  د مدینیتونو ترمنځه  د نښتو په نامه تیورۍ  هم  په کافي توګه  د چا توجه  جلب نکړه.

په ۱۹۹۶ میلادي کال کې  د مشهور جاپاني  عالم  کینیچي اوهمای  لخوا  لیکل شوې 

د ملي دولتونو پای  د تیورۍ نه څوک  بحث او یادونه هم  نکوي.

د ویلو ده چې  د ماضي د احساساتو ډکې کیسې او روایتونه، سترې اډیالوژۍ ټول په ماضي کې پاتې دي. نن ورځ  هیڅوک  د هغوې پسې روان ندي.

نن ورځ  وطن  د دفاع  چارې  د دفاع  او یا  د یرغل په مقابل کې په میلیونونو تنو  خپل خواږه  ژوندونه  قرباني کړي دي  خصوصي  امنیتي شرکتونو ته  سپارل کیږي. نن ورځ  مخکې ذکر شوې  تیورۍ ګانې او فرضیې هم  جلب توجه نکوي.

نن ورځ هم  یو زیات شمیر  برخې  موجودې دورې ته د نوم ورکولو  او یا په ښه توګه د تعریفولو په خاطر  هلې ځلې کوي.

د ویلو ده  هغه پوښتنې  نه چې  په پیل کې مو ترینه  یادونه وکړه  د ټولو هغه  تیوري ګانو  اصلي  اساس تشکیلوي چې  نورې  دورې  د معرفي او بیان په خاطر  رامنځته کیږي.

همداشان  د نوې دورې  په اړه  چې  ویل کیږي  د فکري  او یا د پرنسیبونو پر بڼسټ  به ولاړه  وي  له بده مرغه چې ډیره زیاته خوشبینانه  تلقي کیږي. کاشکې  پداسې تیوري ګانو باندې  کار وشي  چې  بڼسټ يي په ارزښتونو  ولاړ وي. هو  دا مهمه  نده چې مونږ  ددې تیوري ګانو سره  موافق یو او که نه. ځکه چې  نن ورځ داسې ښکاري چې   په نوې  دوره کې روحانیت ، تفکر  او پرنیسیبونه  په کلاره کلاره  له منځه ځي . ځکه چې  په یو داسې  دوره کې قرار لرو چې  هیڅ بدلون  د اوږدې مودې لپاره دوام نکوي.

نن  په یو  داسې دوره کې قرار لري  او د داسې  یوې دورې پر لورې روان یو چې  ارزښتونه پکې له منځه تللي دي، پرنسیب، قاعدې ، اصلونه، فضیلیت ، ویش او عدالت  په څیر  مفاهیم  او ارزښتونه  د ورکیدو په حال کې دي. د یوې داسې  دورې پر لورې روان یو چې  دې ارزښتونه  دې پکې  د زړو شوو  او د مود نه د وتلو  ارزښتونو په توګه  یادونه کیږي.

یعنې  موجوده  او راروانه  دوره د ارزښتونو  د پای  د دورې په توګه  نومولی شو. ځکه چې دا اصطلاح  د موجودې او راروانې دورې لپاره تر ټولو غوره اصطلاح ښکاري.

داسې ښکاري چې ددینه وروسته  هیوادونه او ادارات د ځان  د بیان په خاطر  مشروعیت کرښې ته  نور  اهمیت ورنکړي. د ځان  د پر حق  ښودو په خاطر  مشروعیت کرښې ته   لا کم   اړتیا پیدا کړي. که چیرې نن ورځ نړۍ کې روانو  پیښو ته  لنډه کتنه هم  وکړو  په هر څه  ډیر ښه پوهیږو.

ملګري ملتونه:

د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته  د ملتونو د جمعیت  پر ځای جوړ شوي  د ملګروملتونو سازمان  میعاد  او موده هم  د ختمیدو  په حال کې ده .

د سوریې، بورما، کریمیا او اوکراین په څیر د روانو جګړو د مخنیوي په خاطر  د ذرې په اندازه  د مرستې نه کولو  او د امنیت د شورا د پنځو دایمي  غړیو لخوا  څه چې وغواړي  د هغې  کولو او د هیڅډول قانون  او تړون نه پیژندو  ټولو ته  دا په داګه کړه چې  د ملګروملتونو سازمان  د نړۍ د سترګو پر وړاندې خپل مشروعیت په کافي توګه د لاسه ورکړی .

 د ملګروملتونو  د کډوالو سازمان  د شمیرو  له مخې نن ورځ په نړۍ کې  تر ۷۰ میلیونو تنو  ډیر انسانان  کډوال شوي  او  یو ځای ته د پناه وړولو  او ژوندي پاتې کیدو  په خاطر  مبارزه کوي. د ویلو ده چې د دویمې نړۍوالې جګړې نه راپدیخوا  دا رقم  تر ټولو  لوړ  رقم  دی. ښه  دلته د ټولو سره  دا پوښتنه پیدا کیږي چې ایا د ملګروملتونو سازمان  د نوموړو ۷۰ میلیونو تنو  په خاطر  څه کړي دي؟ دوې سره  څه ډول مرسته کړې ده ؟ ایا ملګروملتونو سازمان  د هغه ظالمانو په مقابل کې چې  پدې اندازه  انسانان يي کډوال ته  مجبور کړي دي  کوم  جدي ګام اوچت کړی دی؟ د مظلومینو  نه  د دفاع او یا د هغوې سره  د مرستې په خاطر  کوم  معلوم  پلان  لري؟

اروپايي ټولنه:

اروپايي ټولنه  په اصل کې  د خپل منځنۍ جګړو او پدې جګړه کې د نړۍ د شریکولو  د مخنیوي په خاطر  د ګډو ارزښتونو، رفاح، هوساینې، همکارۍ، هماهنګۍ، ویش او د یو بل د لاس نیونې په خاطر  جوړه شوې  ټولنه ده. خو له بده مرغه چې  دې ټولنې هم  خپل اصلیت  هیر کړی دی. هغه ارزښتونه   چې دوې به ترینه دفاع کوله  نن  ورځ يي پخپله د خپو لاندې کوي.

نن ورځ  په نړۍ کې په هغه  ډیموکراټو هیوادونو کې چې تر ټولو  زیات به ددې ارزښت سره یادیدل  تر ټولو  ډیر  افراطي ګوندونه  واکمنۍ ته  رسیدلي دي. البته چې د اروپايي ټولنې د هیوادونو نه بحث کوو.

د اروپايي ټولنې په غړیو هیوادونو کې  له بده مرغه چې د کډوالو، اسلام  او یهودانو  سره دښمني  یو ډیر خطرناک پړاو ته  رسیدلې ده .

نن ورځ په اروپا  کې  د کډوالو او اسلام سره دښمني په یوې نورمالې  او عادې  مسئلې بدله شوې ده .

نن ورځ د یوې داسې اروپايي ټولنې شاهدي کوو چې  د نړۍ د هر ګوټ ډیر پکې په عبادت خانو او معبدونو  بریدونه کیږي.

اروپايي ټولنې به  پخوا  د نړۍ د نورو هیوادونو سره  د سولې ، ثبات، هوساینې، بشري حقونو، دیني ازادیو، دیموکراسۍ  او نورو ازادیو په برخه کې کافي مرسته کوله  خو له بده مرغه چې نن  پخپله  د نړۍ نورو هیوادونو ته  د دښمنۍ  او نفرت  په صادرونکو هیوادونو  بدل شوي دي.

هو که چیرې  نن  اروپايي ټولنه  له سره  د غړیتوب په خاطر  هغه  ارزښتونه او شرطونه چې په پیل کې يي  د غړیتوب په خاطر  وړاندې کول  د خپلو غړیو هیوادونو لپاره وړاندې کړي  یو به هم  د ټولنې غړیتوب ترلاسه نکړي.

د اروپايي ټولنې لخوا د کډوالو او په ځانګړې توګه د سوري کدوالو په قبال کې  غوره کړي سیاست  چې له امله يي  یو زیات شمیر  سوري وګړي  په سمندرونو کې د کبانو په خوړو  بدل شول  او د عایلان  په څیر  ماشومانو جسدونه   د نړۍ  وجدان يي ټپي کړ  په اصل کې  د اروپا لخوا  خپلو ارزښتونو د خپو لاندې کولو ښکارندويي کوي.

همداشان  نن ورځ په اروپا کې  تر هر وخته  د ډیموکراسۍ او ازادیو  کچه  راغورځیدلې ده . اروپا  د دویمې نړۍوالې جګړې نه د مخکې  یو حالت  پر لورې  روان دی. له بده مرغه چې نن ورځ  په اورپا کې  د یو یا دوو مشرانو چې  کولای شي  اروپا ددې  منجنیق  نه  بهر کړي  بل  کوم  امید هم  نه لیدل کیږي.

 



اړوند خبرونه