د ترکیې  د دوستۍ  پلونه

د ترکیې  د دوستۍ  پلونه

د ترکیې  د دوستۍ  پلونه

 

د ترکیې د دوستۍ د پلونو  په نامه  پدې نوې خپرونه کې به تاسې ته  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترکیې د خیریه او مرستندویه اداراتو د چارو او فعالیتونو په اړه معلومات درکړو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې د یونس امره  انیستیتیوت ، بهر میشتو ترکانو او ترک تبارانو ریاست، سره میاشت، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس  تیکا  په څیر  د اداراتو د فعالیتونو په اړه بحث کوو.

په لومړنۍ  خپرونه کې به تاسې  ته  د ترکیې  د همکارۍ او همغږۍ  آژانس  ریاست  تیکا  د تاریخ په اړه تاسې ته لنډ معلومات وړاندې کړو.

تیکا په ۱۹۹۱ کال کې  د سړې جګړې د پایته رسیدو او د پخواني شوروي اتحاد د پارچه پارچه کیدو نه وروسته  په سر کې  د ترکي جمهوریتونو  او بیا  د ترکیې سره  د ژورو تاریخي او کولتوري اړیکو  درلودونکې جغرافیې سره  د لا قوي اړیکو او همکارۍ د جوړولو  په خاطر په ۱۹۹۲ کال کې تاسیس شوه.

تیکا  د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۲ کلونو ترمنځه  د ترکیې  د فعاله او قوي بهرنيو سیاستونو په رڼا کې   د هیواد نه بهر د ۱۲ نماینده ګیو سره  جمعآ ۲۵۰۰ پروژې  سرته ورسولې  . همداشان  تیکا  د هیواد نه بهر د خپلو نماینده ګیو شمیره  هم  لوړه کړه. تیکا نن ورځ د نړۍ په ۵۹ هیوادونو کې  ۶۱ لویو دفترونو سره  د نړۍ په څه باندې ۱۷۰ هیوادونو کې  فعالیت کوي. تیکا نن ورځ په یو نړۍوالو تشکیلاتو بدل شوی دی .

ترکیه  د تیکا  په واسطه  په دوستو هیوادونو کې  د سولې او ثبات  په موخه  هلو ځلو  او فعالیتونو ته  دوام  ورکوي.

لکه څرنګه چې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان   ویلي دي د تیکا ریاست  د نړۍ په هر ګوټ کې چې  مرستو ته  محتاج  انسانان  وي  هلته  د مرستې لاس غځوي. لږ وي او که ډیر  د هغوې سره  مرسته کوي.

تیکا  د خپلو فعالیتونو ساحه  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا پسې پراخوي.

تیکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  د تعلیم  ، صحت  او د زیږون پر مهال  د میندو د مړینې  د مخنیوي په ګډون په یو زیات شمیر حیاتي برخو کې  فعالیت کوي  . تیکا په ډیر مخلصانه  توګه  پرته  د تبعیض  نه  خپلو بشردوستانه فعالیتونو ته دوام ورکوي. 



اړوند خبرونه