د ترکیې ګرځندوی

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته  د ګرځندوی په برخه کې د ترکیې نامتو د کپا دوکیا د سیمې په اړه  معلومات  درکوو.

د ترکیې ګرځندوی

 

د ګورمه ، اورګوپ، اوچ هیسار، اوانوس، دیرین قویو، قیماقلي، اخلارا او شاوخوا  سیمې  د طبعي ښکلا له پوله ساری نلري . دا سیمې چې په مرکزي اناتولیا کې  موقعیت لري  د کپا دوکیا د ولسوالۍ  اړوند  دي.

د کپا دوکیا د سیمې  بڼسټ په اصل کې زرګونو کلونه مخکې  د مرکزي اناتولیا د  اورغورځونکو  غرنو  د اور شیندنې په پایله کې  د رامنځته شوي لاوا lava  ډبرو او یوې ډیرې  مضبوطې طبقې سره  ایښودل شوی دی.

د اور غورځونکو غرونو اورشیندنې  پدې سیمه کې  یوه  ډیره  قوي  طبقه  جوړه کړې ده . همداشان د مځکې پدې قوي طبقې   د زرګونو کلونو  په تیریدو  د  بارانونو، سیلاونو  او بادونو  په پایله کې  د دود روانو په څیر  د ( پري باجالرې ) په نامه  یوه ډیره ښکلې  او بې نظیره  طبعي  سیمه  رامنځته شوې ده   .

د کپادوکیا  سیمې  د تاریخ په اوږدو کې  د آسوریانو، هتیتیانو او پرسیانو  امپراتوریو کوربه توب کړی دی. همداشان  دا سیمه په یوه دوره کې  د روم امپراتورۍ  کوربه توب هم  کړی دی. پدې سیمه کې  ددې ټولو  مدنیتونو او کولتورنو سربیره  د سلجوقي او عثماني امپراتورۍ نښې نښانې  او میراث  هم  موجود دی.

د کپادوکیا  د ولسوالۍ اړوند  د ګورمه  د سیمې ملي پارک  چې د پري باجالرې  په نامه  د طبعي ښکلاګانو ، مسیحیانو د کورونو او کلیساګانو کوربه توب کوي  د یونسکو سازمان د کولتوري میراثونو سربیره  د طبعي میراثونو په لست کې هم  شامله ده.

د کپادوکیا  د سیمې  زده راښکدونکې  درې، د تعجب وړ  د مځکې لاندې ښارونه، کلاګانې  ، تاریخي کلیساګانې، جوماتونه، د کولالۍ دوکانونه  او داسې نورې ښکلاګانې  په واقعیت سره  چې  د لیدو وړ دي.

که چیرې غواړۍ چې په نړۍ کې په یوه سیمه  کې د ډیرو زیاتو مدنیتونو، کولتورونو  ، میراثونو  او طبعي ښکلاګانو  ننداره وکړۍ، په الهي قدرت  په طبعي ډول جوړو شوو سیمو ننداره وکړۍ  نو راشۍ  د کپادوکیا سیمه  د نږدې نه  وګورۍ.

که چیرې  غواړۍ چې  د سیمې  دا ښکلا  د هوا نه ننداره کړۍ نو  د لویو بالونونو سره  سفر  ستاسې انتظار باسي.

همداشان  د کپادوکیا د سیمې ځانګړی  د خټین منګي کباب، ګل بوریک ، دوغون شوربا  او داسې نور هغه  لذت  دی چې په نورو سیمو کې نه موندل کیږي.

که چیرې د سیمې لیدو ته  لاړۍ  دا خواړه باید خامخا  وڅکۍ.

 



اړوند خبرونه