امریکا کوم لوري ته روانه ده؟

امریکا کوم لوري ته روانه ده؟

1043402
امریکا کوم لوري ته روانه ده؟

 

پدې وروستیو کې  د ټولو  پام  د ترکیې او امریکا ترمنځه  د ترهګرۍ نه د ملاتړ په خاطر   د زنداني  شوي  امریکايي راهب له امله   رامنځته شوي بحران ته راوښتي دي.

د ویلو ده چې  دا بحران  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ژوریدو  دی. ډیری  داسې فکر کوي  چې  د دواړو  هیوادونو ترمنځه  د لانجې  اصلي  سبب هم  به همدا مسله وي.

د ویلو ده که چیرې  پدې وروستیو کې ددې دوو هیوادونو ترمنځه  رامنځته شوو پرمختګونو ته  دقت وشي  ډیر نور لاملونه هم  شتون لري.

په اصل کې  ددې ستونزې او بحران  اصلي  لامل  د امریکايي راهب  زنداني کول ندي. ددې اصلي  لامل  د ترکیې لخوا د روسیې نه  د اس ۴۰۰ ډوله دفاعي توغندیو رانیول  او د بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په مسله کې  د امریکا په مقابل کې د نړۍ راپاڅول  او بیدارول  وو. ترکیې  د امریکا لخوا بیت المقدس  د اسراییلو د پلازمینې په توګه د منلو او خپل سفارت  د تل ابیب نه  بیت المقدس ته د انتقالولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود  او ټوله نړۍ يي  د امریکا په مقابل کې راپاڅوله. امریکايي په ملګروملتونو سازمان کې یواځې پریښوده.

سره ددې چې  امریکا  د ترکیې سره روان بحران  د امریکايي راهب د زنداني کولو پورې تړي  خو  اصله مسله  دا نده.

د ترکیې  له نظره  بیا  د امریکا سره  روان بحران  نور سببونه هم  لري. امریکا متحده ایالتونو غوښتل چې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  او څانګو پ وای ډي  او وای پ جي   نه  یو ترهګری  دولت  جوړ کړي. خو ترکیې  دې خبرې ته اجازه ورنکړه. دویم  دا چې  ترکیې د سپټمبر د ۱۱ مې پیښه  د جولای د ۱۵ مې کودتا  او ددې کودتا  اصلي طراح  فتح الله ګولن  دی. د ویلو ده چې  امریکا  د ترکیې  د ټولو  غوښتنو  او په کودتا کې د فتح الله ګولن  د لاس لرولو په اړه  د هر ډول  اسنادو او شواهدو د وړاندې کولو سره سره امریکا فتح الله ګولن خپل هیواد کې ساتلی دی. فتح الله ګولن نن ورځ په امریکا کې د قصر په څیر  په یو ډیر لوی  کور کې  ژوند کوي  خو  امریکا د ټولو حقیقونو  د پوهیدو  سره سره  هغه ته هیڅ نه وايي.

د لوستونکو د لا ښه پوهیدو په خاطر غواړم  یو مثال وړانډې کړم.

تاسې فرض وکړۍ  چې یو هیواد  اسامه بن لادن  ساتلی دی  او د هغې حمایت کوي. همداشان په مکسیکو کې د امریکا سره په پوله کې  د یو ترهګریز سازمان نه  د یو دولت  د جوړولو په خاطر  هلې ځلې کیږي  . ایا  د  امریکا  حکومت  او خلکو به څه ډول  غبرګون ښودلی وی؟

نن ورځ  امریکا د ترکېې په مقابل کې همدا کار کوي. د ترکیې تر ټولو ستر دښمن ته يي په خپل هیواد کې پناه ورکړې  او ترکیې په پوله کې  د یو ترهګري دولت د جوړولو هڅه کوي. پس قضاووت  ستاسې په لاس کې چې د ترکیې خلک باید د امریکا په اړه څه ډول چلند او دریځ خپل کړي.

ددې ټولو ښکاره سببونو  او لاملونو  سره سره  دا بحران د ترکیې او امریکا  د اړیکو پورې تړل  ناقص  سبب  دی. ځکه چې  د امریکا اړیکې یواځې د ترکیې سره نه بلکې د چین، روسیې، اروپايي ټولنې او په ځانګړې توګه جرمني سره هم  خرابې شوي دي. امریکا حتا  د تاریخ په اوږدو کې د خپل تر ټولو نږدې متفق  کاناډا  او نږدې ګاونډي  مکسیکو سره هم اړیکي  خرابې شوي دي.

همداشان  د ایران او شمالي کوریا سره  لانجې  لا پخپله ځای پریږده. د همدې امله  ویلی شو چې  دا بحران  یواځې د ترکیې او امریکا د اړیکو نه سرچینه نه اخلي.

همداشان  ددې بحرانونو  یواځنی  سبب  د ټرمپ  اداره  هم  نده. پرته د شکه  چې  د ټرمپ  اداره  پدې مسله کې  ډیر مهم  رول لري خو  د ددې بحرانونو د اصلي  لامل د موندولو په خاطر باید په نړۍواله کچه ارزونې وشي. لکه څرنګه چې  ښکاري  امریکا  پدې وروستیو کې د نړۍوالي کیدو  د سیستم  نه  راضي نښکاري.

ددې خبرې لامل هم  په نړۍوالو رقابتونو کې  د امریکايي شرکتونو  وروسته پاتې کیدل  دي.   

لکه څرنګه چې ګورۍ  په  نړۍوال  تجاري رقابت  امریکا  او اروپايي ټولنې نه بلکې  تر ټولو  زیات  وده او پرمختګ  چین، هندوستان، برازیل  او د ترکیې په څیر د پرمختګ په حال کې هیوادونو کړې ده . پداسې حال کې چې پدې موده کې په امریکا  او اروپا کې په کراتو اقتصادي بحرانونونه رامنځته شول چې  د پاسنیو هیوادونو اقتصادونو بیا  څو برابره  وده  وکړه. ددې هیوادونو اقتصادونه لا پسې قوي او مضبوط  شول.

پداسې حال کې چې  امریکا  د نړۍوال تجاري رقابت او نړۍوالې کیدو د بهیر نه  پدې اندازه  متضرر شوی وي هغه  څرنګ کولای شي چې  دا بهیر لا پسې قوي کړي.

همداشان بعضې  روند اندي  او چارواکي   باید  د نړۍوالې کیدو د بحیر  په اړه خپلې مفکورې  بدلې کړي.

روند اندي  او کارپوهان  باید  په هغو  قاعدو  چې تل  وایي  د نړۍوالې کیدو  بهیر  په ځانګړې توګه  پرمختللو هیوادونو ته  ډیره ګټه کړې ده  او بډای يي لا بډای کړی  او فقیر يي لا فقیر کړی دی  خو  پدې  باید  له سره فکر وکړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  نن ورځ  پدې ډیر ښه پوه شوی دی چې ازاد بازار  او نړۍوال تجاري رقابت  او نړۍوالې کیدو بهیر  امریکا  ته  د ګټې پر ځای ډیر زیات  زیان اړولی دی  چې د همدې امله  ددې بهیر  پر خلاف يي  د ګامونو په اوچتولو يي پیل کړی دی.

د امریکا د ولسمشر لخوا د مالیو د لوړولو، د هیواد په بهر کې فعالیت کوونکي امریکايي شرکتونه  بیرته هیواد ته رابلل  او د ګمرګي تعرفو  اوچتول  د همدې سیاستونو  ښکاره  بیلګه ده.

خو ټرمپ  یوه خبره  هیره کړې ده چې  دا ډول  سیاستونه  نړۍوال تجارت ته  ډیر ستر زیان  رسوي. د نورو هیوادونو سره سم  د امریکا  اقتصاد ته هم  ډیره  ستره ضربه  رسوي. تر ټولو  زیات  به  د امریکا خلک  یا مصرونکي  زیان  وویني. ځکه چې  د مالیو او ګمرکي تعرفو  لوړیدو په مخامخ ډول سره  په بازار کې د توکو په بیو  اغیزې کوي.

همداشان  بله خبره  او تر ټولو مهم  لامل  د امریکا  اوسنۍ  اداره  د دیني ډلو، جماعتونو، طریقتونو او سازمانونو تر قوي اغیزو لاندې  راغلې ده . پدې برخه کې  بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال  او د ترهګرۍ په تور د تورن  یو راهب  په سر  د ترکیې سره  د اړیکو د خرابولو نه  د بیلګې په توګه یادونه کولای شو.

د ویلو ده چې  د امریکا  د ولسمشر  مرستیال  مایک  پنس  د نوموړي هیواد د پخواني  ولسمشر  جورج ډبلیو  بوش  په پرتله   لا زیات  اوانجلیست  دی.

همداشان  بل  مهم  لامل د امریکا په موجودې اداره کې  بحرانونه دي. لکه څرنګه چې ګورۍ  نن  ورځ  په امریکا کې  سپينه ماڼۍ، پنټاګون، استخبارات  په یو زیات شمیر مسلو کې  قوي  او ژور اختلاف د نظر لري.

همداشان  په امریکا کې  د ټرمپ د ادارې  په مقابل کې  د خلکو  سختو غبرګونو  د ټرمپ اداره  د ځینو مشکلاتو سره مخامخ کړې ده .

ښه  دلته  اوس پوښتنه پیدا کیږي چې  دا چې  د ترکیې او امریکا  ترمنځه  روان بحران  د دوو هیوادونو د اړیکو نه  تیره خبره وي  او پدې مسله کې ډیر زیات نور لاملونه نغښتي دي نو باید څه وکړل شي؟

پرته  د شکه  چې  دا بحران ترکیې او امریکا  سربیره  نورو هیوادونو ټول بشریت  اړوند  اړخونه لري.

که چیرې  د امریکا  روان چلند او سیاستونو ته  وګورو  امریکا غواړي چې  ازاد بازار او  په سوداګرۍ کې ازاد رقابت له منځه یوسي، د ګمرکونو دیوارونو له سره  ډیر لوړ کړي او بیرته  پخواني اقتصادي  سیستمونو ته  وګرځي.

البته  چې  د امریکا دا سیاستونه او چلند  د نورو هیوادونو اقتصادونو باندې هم  منفي اغیزې کوي. دا ځکه چې نن ورځ  ټوله نړۍ د یو بل سره د یو نه د یو پلو نه  تړل شوې ده .

د یادولو وړ ده چې د امریکا  وروستیو  سیاستونو ته په کتو سره  یوه خبره  ډیره  د وراښکاره  ده چې هغه هم  د چین  د قوي پرمختګ نه زغمل دي. امریکا د چین  دا قوي پرمختګ  زغملی  او لیدلی نشي او غواړي چې په یو ډول نه په یو ډول ددې مخه ونیسي.

ددې سره سم  د ټرمپ دا سیاستونه  نړۍوال سوداګریز  سازمان، نړۍوال بانک او نړۍوال سازمانونو او ټولنې  او ازاده تجارت  ته  ډیر  سخت  زیان  رسوي. د همدې امله  ټول  باید لاس په لاس کې ورکړي  او د ټرمپ ددې  سیاستونو او چلند  مخه ونیسي. دا چې امریکا د نړۍوالو قوانینو  او قاعدو  سره  سم  حرکت نکوي  دا ټولو ته  زیان  رسوي.

د ویلو ده چې نن ورځ  په دویمې نړۍوالې جګړه کې  نازیزم  او فاشیزم په څیر  د افراطي  آدیالوژۍ  پایلې  او په منځني ختیځ کې  د تندلارو ډلو  فعالیونه  هر څه په داګه دي.

همداشان  که  ددوې سره سره  امریکا هم  په نړۍ کې  د اوانجلیزم  د پلي کولو هڅه وکړي  دا به نړۍ  د یو بل  ستر فلاکت  پر لورې  بوځي.

د یادولو وړ ده چې  په امریکا کې ازادي غوښتونکي او لیبرالې ډلې  پدې  خطراتو  او ګواښونو  ډیر ښه اګاه  دي.

د هر چا نه مخکې  ددې  ډلو  غبرګون او مبارزه  تر ټولو مهمه  ده. دوی باید لاس تر زنې لاندې پاتې نشي او هر څه ژر  لاس په کار شي. پرته د شکه چې په هیوادونو کې وخت نا وخته  ټولنیز، اقتصادي او سیاسي  بحرانونه  رامنځته کیږي. پدې  وختونو کې هیوادونه  ډیر  قوي  مشرانو ته اړتیا لري. د ټرمپ اداره  بیا  پدې برخه کې  د کافي  تجربې  خاونده نده  او ټول يی د ناهیلۍ سره  مخامخ  کړي دي.

د افسوس  خبره خو داده چې یواځې په امریکا کې نه بلکې  نن ورځ په اروپا کې هم  ډيری  هیوادونه د ټرمپ  په څیر  د ورته  مشرانو لخوا اداره کیږي. په هغه سیمو کې هم  خلکو هیلې د لاسه ورکړي دي. خپل امید باید د لاسه ورنکړو خو دا ډول مشرانو  ته په کتو سره  داسې ښکاري چې  نړۍ ته  ډیرې سختې ورځې په انتظار کې دي.



اړوند خبرونه