د انګلستان – امريكا سره د روسيې تاوتريخوالى او د تركيې دريځ

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې په انګلستان كې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګى سكريپال او لور باندې يې د كېمياوي زهري موادو بريد وشو. دې بريد د انګلستان او امريكا په ګډون د لوېديځو هېوادونو پراخه غبرګون را وپارولو.

د انګلستان – امريكا سره د روسيې تاوتريخوالى او د تركيې دريځ

 

شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې په انګلستان كې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګى سكريپال او لور باندې يې د كېمياوي زهري موادو بريد وشو. دې بريد د انګلستان او امريكا په ګډون د لوېديځو هېوادونو پراخه غبرګون را وپارولو. د انګلستان چارواكو ادعا وكړه چې روسيه ددې بريد تر شا وه. پدې ډول يې په انګلستان كې د روسي ډيپلوماټانو د شړولو اقدام وكړ. د انګليسي چارواكو په غوښتنه د امريكا  متحدو ايالتونو، كاناډا، آستراليا، نيو زيلاند او د اروپايي ټولنې د يو شمېر غړو هېوادونو په ګډون مجموعاً ۲۵ هېوادونو د روسيې د ۱۴۰ ډيپلوماټانو د شړلو پرېكړه وكړه. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت بيا ددې بريد تر شا د روسي استخباراتو د شتوالي ادعا رد كړه او زياته يې كړه چې دا كار د انګلستان د ځانګړو ځواكونو او استخباراتو لخوا شوى دى.  د هېوادونو سربېره د ناټو په څېر نړيوالو سازمانونو هم دا بريد غندلى دى. د بله پلوه تركيې د ناټو د غړي هېواد په توګه دا بريد وغندلو او پر روسيې باندې يې پړه نه ده اچولې نه يې هم په تركيه كې د مېشتو روسي ډيپلوماټانو د شړلو پرېكړه كړې ده.

د موضوع په اړه د سياست، اقتصاد او ټولنې د څيړنو (SETA) د وقف يو تن څېړونكي جان آجون د موضوع په اړه څېړنې كړې دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د روسيې – لوېديځ ترمېنځ د جاسوس سكرېپال پر سر رامنځته شوى كړكېچ كه څه هم د سړې جګړې پر مهال د ختيځ – لوېديځ بلاك ترمېنځ سياست ته يو ډول اشاره ده خو د اوسني نړيوال نظام جوړښت ته په كتلو سره د يوې نوې سړې جګړې د پيل امكان نشته دى. روسيې د خپلو متفقو دولتونو سره په ګډه پدې وروستيو څو كلونو كې د لوېديځ پر وړاندې د مخالفت سياست غوره كړى دى. روسيې په لومړي د كريمې د الحاق، د اكراين پر سره د لوېديځ سره د سياسي كړكېچ او ځينو اقتصادي موضوعاتو له امله د هرې ورځې په تېرېدلو سره د لوېديځ سره خپلې اړيكې ترينګلې كړې. پر جاسوس سكرېپال باندې بريد كېداى شي چې ددې ځنځير وروستۍ حلقه وي. خو بايد يادونه وكړو چې په لوېديځ كې د جرمني په ګډون يو شمېر نور هېوادونه بيا د روسيې پر وړاندې له تعادله كار اخلي.

د روسيې – لوېديځ ترمېنځ د روان كړكېچ په اړه بيا تركيه د توازن له سياسته كار اخلي او د خپلو ملي ګټو پر اساس اقدامات كوي. د سكريپال د موضوع پر سره تركيې د خپلو لوېديځو متفقينو سره په ګډه دريځ غوره كړ او دا پېښه يې وغندله خو هېڅكله يې د روسي ډيپلوماټانو د شړلو اقدام ونكړ تر څو د روسيې سره هم خپل نېك روابط وساتي. ددې په پايله كې تركيې بيا هم د خپلو ملي ګټو پر اساس تېره ورځ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د تركيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ كې د آق كويو د اتومي انرژۍ د بټې د جوړولو چارې رسماً پيل كړلې. تمه كيږي چې ددې اتومي بټيو لومړنۍ برخه به يې په ۲۰۲۳م كال كې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي. دا بټۍ به په كال كې ۴۸۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد كړي چې د تركيې د برېښنا د اړتيا ۱۰ سلنه به پوره كړي.

د بله پلوه د تركيې – روسيې ترمېنځ د `` تركي جريان`` په نامه د ګازو د نل ليكې د جوړولو چارې هم دوام لري چې له مخې به روسي ګاز لومړى تركيې او بيا له دې ځايه د بالكان او اروپا هېوادونو ته صادر كړي. د `` تركي جريان`` سره به تركيه د انرژۍ په مركز بدله شي.

تركيه په عين حال كې د امريكا او اروپايي ټولنې د هېوادونو سره هم د خپلو اړيكو د پراختيا هڅه كوي. تركيې له يوې خوا له روسيې نه د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو د دفاعي سيستم د اخيستلو تړون لاسليك كړى او د بلې خوا د ناټو د غړو هېوادونو نه هم د توغنديو د دفاعي سيستمونو د اخيستلو هڅه كوي. پدې لړ كې د تركيې – فرانسې او ايټاليا د هېوادونو ترمېنځ د توغنديو د دفاعي سيستم د جوړولو په اړه يو تړون لاسليك شو. تركيې سربېره پر دې د اېف – ۳۵ ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتكو د توليد په برخه كې هم پراخه رول لوبولى دى.

ددې سره سره د امريكا او لوېديځ سره د پې كا كا/ پي واى ډي او د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د منسوبينو نه د دفاع پر سره د تركيې اړيكې خرابې دي. د روسيې سره بيا د كريميې، سوريي او اوكراين د مسايلو له امله تركيه مخالفت لري. ددې ټولو سره سره تركيه هڅه كوي چې د خپلو ملي ګټو پر اساس د توازن سياست غوره كړي.

د موضوع په اړه مو د اړه د سياست، اقتصاد او ټولنې د څيړنو (SETA) د وقف يو تن څېړونكي جان آجون څرګندونې واورېدلې.



اړوند خبرونه