د اروپا كړكېچ

له بده مرغه دا ډول پېښې په اروپا كې شوي دي. خو هېڅوك پرې خبر نه دي. ځكه مېډيا دې ډول پېښو ته هلته پوره پاملرنه نه كوي.

د اروپا كړكېچ

د تركيې نړيوال ليدلورى – ۸

 

 

د ييلدرم بايزيد د پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي ريس پروفيسور دوكتور قدرت بلبل د موضوع په اړه څرګندونې كړي دي چې ستاسې پام ورته را اړوم.

د ۲۰۱۷م كال د اكتوبر د مياشتې په دويمه نېټه په فرانسه كې يو كور ته د اور اچولو په پايله كې د درې ماشومانو په ګدون ۵ تنه تركي مسلمانان وسوځول شو. اوس داسې فكر وكړئ چې په داسې هېواد كې ژوند كوئ چې په كې پينځه تنه يهودان يا عيسويان وسوځول شي نو ستاسې غبرګون به څه وي.  په ورته ډول د ۲۰۱۵م كال په وروستيو څلورو مياشتو كې په جرمني كې پر مساجدو باندې ۲۴ بريدونه شوي دي. كه چېرې ستاسې په هېواد كې پر كليساګانو يا د يهودانو پر معبد باندې بريد وشي نو تاسې به څه ډول غبرګون وښايئ؟ هېڅوك نه غواړي چې په خپلو هېوادونو كې ددې ډول غير انساني پېښو شاهدان اوسي. ځكه په نړيوالو رسنيو كې به پدې اړه پراخه خبرونه خپاره شي او ستاسې او د هېواد عزت ته به تاوان ورسيږي. له بده مرغه دا ډول پېښې په اروپا كې شوي دي. خو هېڅوك پرې خبر نه دي. ځكه مېډيا دې ډول پېښو ته هلته پوره پاملرنه نه كوي.

د ارزښتونو اروپا

اروپا په نږدې تاريخ كې داسې نه وه.  اروپا چې  دويمې نړيوالې جګړې د ترخو تجربو او ناخوالو نه درس اخيستى و، سياسي جوړښت يې پر متقابلې همكارۍ ولاړ او د ټولنو ترمېنځ پر پيوستون ټينګار كېدلو. ددې په پايله كې اروپايي ټولنه رامنځته شوه چې د خپلو غړو هېوادونو او نورو هېوادونو ترمېنځ يې د ګډو ديموكراتيكو ارزښتونو پر مټ د فاشيزم او نازيزم ايډيولوژيګانو ته ماتې وركړه. ددې په پايله كې په اروپا كې د ديموكراتيكو ارزښتونو د تشويق سره سم د بشري حقونو، قانوني دولت، ټولنيزو مرستو او اقتصادي آزاديو په ډګر كې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د اروپا اوسني حالت ته كه وكتل شي نو پورتني ارزښتونه په كرار كرار له منځه ځي. جورج فريدمن چې يو تاريخپوه دى دى `` د اروپا د كړكېچ`` په نامه خپل كتاب كې ليكي چې د دويمې نړيوالې جګړې د پاى ته رسېدلو سره سم د ۱۹۴۵ – ۱۹۹۰يمو كلونو ترمېنځ په اروپا كې رامنځته شوې سوله د امريكا او د وخت د شوروي اتحاد ترمېنځ د سړې جګړې ثمره وه خو دا ډول فكر نه كوم. ځكه چې دا سياست د نړيوالې جګړې د كړاوونو او ناخوالو نه اخيستل شوى درس وو. پدې برخه كې په اروپا كې له مثبت سياسته انكار نشي كېدلى.

داسې اروپا چې وېرې ته تسليم شوې او خپلې دروازې يې د نورو پر مخ تړلې دي.

له بده مرغه چې اوسنۍ اروپا داسې نه ده.  په نننۍ اروپا كې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د بهرنيانو پر وړاندې دښمي، اسلام دښمني و ورته نورې منفي اغېزې مخ پر زياتېدلو دي. په اروپا كې فاشيست او نازي ګوندونه يو ځل بيا را ټوكېدلي دي او په ټولنه كې د خلكو لخوا منل كيږي. توكمپالي ګوندونه د اقتدار يوه برخه ده. په اروپايي هېوادونو كې باتجربه مشران نور نشته دى.  اوسني سياستوال پدې نه پوهېږي چې څه وكړي.  په اروپا كې د نورو پر كلتوري او ديني ارزښتونو باندې بريدونه خبري اهميت نه لري. ځكه خو په مېډيا كې نه ليدل كيږي.

په اروپا كې سياسي ګوندونه اوس ددې پر ځاى چې د خپلو مثبتو پروګرامونو سره يدي



اړوند خبرونه