د افغانستان په ختيځ کې په لغمان ولايت کې چاودنه وشوه

په لغمان کې خونړۍ چاودنه شوې

1288665
د افغانستان په ختيځ کې په لغمان ولايت کې چاودنه وشوه

د افغانستان په ختيځ لغمان ولايت کې د عليشنګ د ولسوالۍ د ودانۍ په مخکې د موټر پر مټ بريد وشو. 

د لغمان ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي خبري رسنيو ته ويلي چې نن د سهار د ۶ بجو په شاوخوا کې د عليشنګ د ولسوالۍ د مقام په مخکې د امنيې پر قوماندانۍ  د موټړ پر مټ بريد وشو.

هغه ويلي دي چې پدې پيښه کې دوو تنو د امنيتي سرتيرو او دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی. 

هغه زياته کړې ده چې پدې پيښه ۱۰ تنه سرتيري او ۲۵ تنه د يوې ديني مدرسې زده کوونکي ټپيان شوي دي .

د بريد مسئوليت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخيستی. 


پيوندونه: #چاودنه , #لغمان

اړوند خبرونه