د صبغت الله مجددي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

په افغانستان کې د مجاهدینو د بري نه وروسته  د لومړي انتقالي دولت رئیس  او مشهور جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي  جنازه خاورو ته  وسپارل شوه.

1144654
د صبغت الله مجددي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

 

د مجددي د جنازې لمونځ  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  ادا شو.  د ویلو ده چې  د مجددي د جنازې په مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرایې رئیس داکټر عبدالله عبدالله، د کابینې وزیرانو، جهادي مشرانو ، مخورو شخصیتونو ، د بهرنیو هیوادونو  سفیرانو او  د هغه  مینه والو کډون کړی وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د مجددي د جنازې د لمانځه وروسته په خپله لنډه وینا کې وویل چې  « مجددي د پخواني شوروي اتحاد د یرغل  پر خلاف  د مبارزې د مهمو مشرانو نه یو وو. د هغه  مړینه  د هیواد لپاره لویه ضایع  ده  او کمبودي به يي تل  احساس شي. مجددي خپل ژوند  خپل هیواد او ملت ته  وقف کړی وو. هغه  دې هیواد ته  ډیر زیات خدمت کړی دی.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر  او د نجات ملي  د ګوند  مشر  صبغت الله مجددي  د دوشنبې  د ورځې په ناوخته ساعتونو کې  د ۹۳ کلونو په عمر  د سردار محمد داود خان  په روغتون کې ساه ورکړې وه.

د هغه جنازه د شهدا صالحین په سیمه کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته  وسپارل شوه.



اړوند خبرونه