ترکیې په افغانستان کې اړینو کورنیو سره مرسته وکړه

ترکیې په کندوز کې بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وکړه.

ترکیې په افغانستان کې اړینو کورنیو سره  مرسته وکړه

د ترکیې  د همکارۍ او همغږۍ  اژانس  تیکا  په افغانستان کې د زرو کورنیو سره  مرسته وکړه.

د تیکا  اژانس  د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې د زرو اړینو کورنیو سره  د خوراکي توکو  مرسته وکړه.

په افغانستان کې د تیکا مرکز ویلي دي چې  دا مرستې  په کندوز ولایت کې  د جګړو له امله د بې ځایه شوو خلکو سره  کړي دي.

د تیکا دفتر ویلي دي چې  د کندوز ولایت د بې ځایه شوو زرو اړینو کورنیو سره يي  د وریجو، وړو، غړیو، لوبیا، شین چای، بورې  او بانجان رومي  د رب  مرسته کړې ده .

نوموړو  کسانو  ددې مرستو له امله  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې د ترکیې د حکومت او ملت نه  مننه وکړه.



اړوند خبرونه