په ننګرهار کې دوه تنه مهم طالبان ووژل شول

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو دوه تنه  مهم  قومندانان  ووژل شول.

په ننګرهار کې دوه تنه مهم  طالبان ووژل شول

 

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  ځانګړو ځواکونو نن  د ننګرهار ولایت  د خوږیانو په ولسوالۍ کې  د طالبانو دوه تنه مهم  قومندانان  ووژل.

ویل کیږي  نوموړو  دوو  تنو  د طالبانو لپاره   د وسلو او مهماتو د برابرولو  او د جنګیالیو د جلب او جذب  مسئولیت هم په غاړه درلود.

همداشان  وژل شوي  ترهګر  پر امنیتي او ملکي وګړو  د  یو زیات شمیر بریدونو  په ترسره کولو  تورن ول.

د ویلو ده چې نوموړي  طالب قومندانان  پداسې حال کې وژل کیږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  امنیتي ځواکونو ته د هیواد د دښمنانو  د لمنځه وړو په برخه کې قاطعیت نه د کار اخیستو امر کړی دی.



اړوند خبرونه