د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یو جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو.

په کابل کې ځانمرګی برید وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یو جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو.

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې  د کمپنۍ سړک ته نږدې د چهل متره  په سیمه کې  د ایوب صابر د جومات په مخکې ځانمرګی برید وشو.

د کابل  پولیسو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  یو تن برید کوونکي چې غوښتل يي د ایوب صابر جومات ته ننوځي  د جومات په دروازه کې ځان  الوزولی دی.

د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې پدې پیښه کې  یواځې یو تن  ټپي شوی دی.



اړوند خبرونه