په میدان ښار کې د ملي امنیت پر قطعې د برید په نتیجه کې افغان ځواکونو ته ستر ځاني زیان اوښتی

د افغانستان د میدان ښار په ولایت کې  د ملي امنیت د  ځانګړو ځواکونو په قطعې ډله ایز برید شوی.

په میدان ښار کې د ملي امنیت پر قطعې  د برید په نتیجه کې افغان ځواکونو ته ستر ځاني زیان اوښتی

 

د میدان ښار  ولایت د والي ویاند  عبدالرحمن منګل  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نن  د سلواغې  لومړۍ نیټه  د سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې  د ملي امنیت  د ځانګړو ځواکونو په قطعې  ډله ایز برید وشو.

هغه وویل چې د برید کوونکو نه لومړی یو تن  د قطعې په مخکې  چاودنه وکړه او وروسته  نور برید کوونکي  د ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

په نښته کې  درې  تنه ترهګر ووژل شول او  څلورم  تن  د ځان پورې تړي چاودیدونکي توکي وچول.

هغه ویلي دي چې  پدې برید کې  امنیتي ځواکونو  او  ته  ستر زیان  اوښتی دی.

پداسې حال کې چې سیمه ایزو چارواکیو  پدې پیښه کې  د ۱۲ تنو سرتیرو د وژل کیدو او ۳۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو  بهرنیو خبري رسنیو بیا  پدې پيښه کې  تر سلو تنو ډیرو سرتیرو د وژل کیدو او ګن شمیر نورو ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د اسوشیتید پرس  او رویټرز خبري اژانسونو  د میدان ښار ولایت د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي چې پدې برید کې  تر سلو تنو  تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي  بیان کې ویلي دي چې  په میدان ښار ولایت کې د ملي امنیت د  ځانګړو ځواکونو په قطعې  ډله ایز برید کړی دی. په بیان کې راغلي دي چې  لومړی  د ځانګړو ځواکونو  د قطعې په مخکې  د هاموې ټانک پر مټ  چاودنه وکړه او وروسته  نورو برید کوونکو په قطعې برید وکړ.

هغه پدې برید کې  د لسګونو تنو   افغان ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده .



اړوند خبرونه