د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې  د طالبانو  د استخباراتو  مشر  ووژل شو.

په فاریاب کې د طالبانو مهم مشر وژل شو

1123836
د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې  د طالبانو  د استخباراتو  مشر  ووژل شو.

 

دا خبره د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید کړې ده .

د افغانستان د ملي دفاع  وزارت ویاند غفور احمد جاوید خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر صبغت الله  په هوايي عملیاتو کې  وژل شوی دی.

هغه ویلي دي چې  د طالبانو  قومندان  په شمال کې  په پوځيانو او ملکي وګړو د ډیرو  بریدونو مسئول وو.

طالبانو  د صبغت الله د وژلو په اړه څه ندي ویلي .

د ویلو ده چې  د طالبانو دا قومندان پداسې حال کې وژل کیږي چې  تیره اوونۍ  د افغانستان نوي سرپرست د دفاع وزیر اسد الله خالد  د فاریاب ولایت نه لیدنه وکړه او وویل چې  د طالبانو پر خلاف به تعرضي بریدونه دوام وکړي.   



اړوند خبرونه