په ننګرهار کې د ګمرک ریاست مخکې د تیلو په ټانک برید شوی

د افغانستان  په ختیځ ننګرهار  ولایت په مرکز  جلال آباد ښار کې  د ګمرک  په مخکې  د تیلو په ټانک  برید شوی .

په ننګرهار کې د ګمرک ریاست مخکې د تیلو په ټانک برید شوی

 

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن  د سهار په ساعتونو کې  په جلال آباد کې د ګمرک ریاست په مخکې  د تیلو په یو ټانکر  برید وشو چې وروسته  د تیلو ټانک  وار واخیست.

هغه ویلي دي چې په ټانکر کې  د اورلګیدنې نه وروسته  چاودنه هم  رامنځته شوې ده.هغې د چاودنې  د جزیاتو په اړه  ډیر څه ندي ویلي.

هغه ویلي دي چې پدې اورلګیدنه کې  ګن شمیر  تجارتي لاریو ته هم  زیان اوښتی. تر اوسه پورې درې لارۍ په کامله توګه سوځیدلي دي.

اور وژنې  ډلې سیمې ته رسیدلي او اور لمبې تر کنټرول لاندې نیولي دي.

هغه پدې پيښه کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي. د بله پلوه په ننګرهار کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو  د نوموړي برید پړه پر طالبانو اچولې ده .

یاد قول  اردو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې  د ننګرهار ولایت د ګمرک په مخکې د تیلو په ټانک برید د طالبانو لخوا شوی دی. 



اړوند خبرونه