افغانستان پر ایران  ډیره سخته نیوکه وکړه.

په افغانستان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو غبرګونونه پارولي

افغانستان پر ایران  ډیره سخته نیوکه وکړه.

 

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  مرستیال ویاند  شاه حسین مرتضوي  په ایران کې د طالبانو د رسمي لیدنو کتنو په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې ارزونې کړي دي.

شاه حسین مرتضوي  ویلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت پدې ورځو کې د طالبانو  د ویندويي دنده په غاړه اخیستې ده .

هغه ویلي دي که چیرې  ګاونډی هیواد د مخالفو ډلو سره په مذاکراتو باور لري  نو  ولې  د خپل هیواد د مخالفینو سره  خبرې نکوي. ولې ددې لارې نه د خپل هیواد مشکلات نه حلوي.

هغه پر ایران غږ کړی دی چې  د طالبانو  د غږ د اوریدو  پر ځای دې د خپلو مخالفو سیاسینو غږ واوري.

هغه ویلي دي چې  ایران په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د حاکمیت او ازادیو نه ډار لري. هغوې  هیره لري چې  کیدای شي دا ازادي  د ایرانیانو لپاره هم  نمونه د مثال وګرځي. د همدې امله  هغوې د ملاعمر د لارې او مفکورې نه  ملاتړ کوي.

د ویلو ده چې د طالبانو هیت  د تیر میلادي کال په وروستۍ  د دسمبر په میاشت کې ایران ته رسمي سفر کړی وو او د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي سره  يي لیدنه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند  بیا ویلي وو چې  د طالبانو دا سفر د افغان حکومت سره په سلامشوره کې ترسره شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د هندوستان د یو تلویزیوني کانال سره په مرکه کې  ویلي وو چې  د افغانستان په راتلوونکې کې باید  طالبانو ته  هم  رول  ورکړل شي  خو دا  رول  باید  ډیر بارزه نوي.



اړوند خبرونه