د افغانستان په شمال کې  په بلخ ولایت کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په بلخ کې په لسګونو تنه طالب اورپکي ووژل شول

د افغانستان په شمال کې  په بلخ ولایت کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

د افغانستان په شمال کې  په بلخ ولایت کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو.

په بلخ ولایت کې د غوڅ ماموریت  په هوايي برید کې  د طالبانو  د یو مهم  مشر  ملا عبدالبصیر په ګډون  لږ تر لږه  شل تنه  طالب اورپکي وژل شوي دي.

دا خبره  ۲۰۹ شاهین قول اردو کړې ده . ۲۰۹ شاهین قول اردو  د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  تیره ورځ په ناوخته ساعتونو کې  د غوڅ ماموریت  په هوايي برید کې  تر شلو تنو ډير طالب اورپکي  ووژل شول.

په بیان کې راغلي دي چې  پدې برید کې د طالب اورپکو اړوند  په وسلو سمبال  یو موټر  او ګڼ شمیر موټرسایکلې له منځه وړل شوي دي.

په طالبانو باندې  برید  د مزار شریف د چمتال ولسوالۍ  اړوند نوشهر بلوچ په سیمه کې  شوی دی.

په برید کې  په بلخ کې  د طالبانو  مهم  قومندان  ملا عبدالبصیر  او  څه باندې شلو تنو  طالبانو سره وژل شوی دی.

همداشان په بیان کې راغلي دي چې  د مزار شریف بلخ  ولسوالۍ د دروازې خواجه پارسا  په سیمه کې هم  د طالبانو او افغان ځواکونو سره  نښته شوې چې پدې نښته کې هم  یو تن طالب اورپکي وژل شوی دی.

طالبانو  د نوموړو پيښو په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .



اړوند خبرونه