د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو د ځنډیدو د پریکړې نه هر کلی وکړ

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  د درې میاشتو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډیدو د پریکړې نه هر کلی وکړ.

1116576
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو  د ځنډیدو د پریکړې نه هر کلی وکړ

 

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  نن د درې میاشتو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو  د ځنډیدو  په اړه  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د پریکړې هر کلی وکړ.

د ویلو ده چې  د افغانستان  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس  عبدالبدیع صیاد  تیره شپه  اعلان وکړ چې  د ولسمشرۍ ټاکنې به  اعلان شوې نیټې نه درې میاشتې وروسته  ترسره شي.

هغه وویل چې  په پام کې وه چې  په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې  د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۰ نیټه  ترسره شوي وې  چې د ځینو مشکیلاتو له امله  د درې میاشتو لپاره د ټاکنو د ځنډولو پریکړه وشوه. هغه  سړه هوا، امنیتي ستونزې  په تخنیکي او عملیاتي  نیمګرتیاوو نه  د ټاکنو د ځنډولو د اصلي لاملونو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  همداشان  د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو  او په غزني ولایت کې پارلماني ټاکنې به هم د ولسمشرۍ ټاکنو سره په یوه ورځ  ترسره شي.

د بله پلوه  د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  مرستیال ویاند  شاه حسین مرتضوي  نن وویل

« پرته  د شکه چې  حکومت  ټاکنې په خپل وخت  د ترسره کولو غوښتنه کوله  خو  د ټوټاکنو خپلواک کمیسیون  د سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ د احتمالي نوماندانو، نړۍوالې ټولنې  او ناظرو  ادارو سره  د سلا مشورې نه وروسته  د درې میاشتو لپاره د ټاکنو د ځنډولو پریکړه وکړه. حکومت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ددې پریکړې نه هر کلی کوي. » 



اړوند خبرونه