په کندهار کې پوځي چورلکې سقوط وکړ

د کندهار د هوايي ډګر ترڅیرمه پوځي چورلکې سقوط کړی

په کندهار کې پوځي چورلکې سقوط وکړ

د افغانستان  په کندهار ولایت کې  پوځي چورلکې سقوط کړی دی.

د کندهار ولایت نه د ترسره شوي رپوټ له مخې  یوې پوځي چورلکې  د تخنیکي ستونزې له امله  بیړنۍ ناسته وکړه.

د کندهار د والي ویاند  عزیز احمد عزیزي د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې تیره شپه  د ملي اردو اړوند  یوې پوځي  چورلکې  د کندهار د هوايي دګر ترڅیرمه سقوط وکړ.

هغه ویلي دي چې  چورلکې  د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

د عزیزي په وینا پدې پیښه کې  ۵ تنه پوځیان ټپيان شوي دي چې  په روغتون کې د درملنې لاندې  دي.



اړوند خبرونه