په غزني کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شو

د افغانستان د غزني په ولایت کې په لسګونو تنه  طالب اورپکي وژل شوي دي.

په غزني کې طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شو

 

دا خبره  د ۲۰۳ تندر قول اردو کړې ده . د ۲۰۳ تندر قول اردو لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د افغانستان  دفاعي او امنیتي ځواکونو د ایتلافي ځواکونو په ملګرتیا  په غزني ولایت کې پراخه  تصفیوي عملیات ترسره کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې ددې عملیاتو په ترڅ کې  ۷۲ تنه  طالب  اورپکي وژل شوي دي چې  ۴۰ تنه يي  د پاکستان  وګړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې ددې عملیاتو په ترڅ کې  ۱۹ تنه  طالب  اورپکي نیول شوي دي چې دوه تنه يي ټپیان دي.

ویل کیږي  دا عملیات  د غزني ولایت د ناوې، خوږیاني  او ګیلان  ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  په وژل شوو  طالب اورپکو کې د جبار په نامه  د طالبانو یو تن سیمه ایز مشهور قومندان هم  شتون  لري. د نوموړو عملیاتو په لړ کې  د ۱۸ موټرسایکلو او ۴۵ موټرو او ګن شمیر وسلو او مهماتو د نیول کیدو نه هم  خبر ورکړ شوی دی.

طالبانو بیا  د حکومت دا ادعا  رد کړې ده .



اړوند خبرونه