په افغانستان کې  اختطاف، وژنو، خپل سرو بریدونو   او زورواکي  کچه  اوج ته  رسیدلې ده .

په ننګرهار کې د یو خصوصي تلویزیون مشر تښتول شوی

په افغانستان کې  اختطاف، وژنو، خپل سرو بریدونو   او زورواکي  کچه  اوج ته  رسیدلې ده .

په افغانستان کې  اختطاف، وژنو، خپل سرو بریدونو   او زورواکي  کچه  اوج ته  رسیدلې ده .

د افغانستان په ختیځ  کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې  د یو خصوصي  تلویزیون  رئیس  د نامعلومو کسانو لخوا وتښتول شو.

د ویلو ده چې د انعکاس په نامه د خصوصي تلویزیون  رئیس  انجینیر زلمی  تیره ورځ  په جلال آباد کې  د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د خپل شخصي موټر نه ښکته  او وتښتول شو.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند  عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  نامعلومو وسله والو کسانو  د انعکاس د تلویزیون د رئیس  انجینیر زلمی  د موټر  د مخې د نیولو سره  هغه د موټر نه ښکته کړی  او د ځان سره بیولی دی.

هغه ویلي دي چې وسله والو کسانو د هغه  موټر چلوونکی  وژلی  او هغه يي د ځان سره  وړی دی.

خوږیاڼي ویلي دي دي چې دا لا معلومه نده چې  انجینیر زلمی چیرته  وړل شوی دی. هغه ویلي دي چې  د هغه د دې پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.   



اړوند خبرونه