په خوست کې په جومات ځانمرګی برید وشو

په خوست کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات ځانمرګی برید وشو

1093743
په خوست کې په جومات ځانمرګی برید وشو

د افغانستان د خوست په ولایت کې  د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات ځانمرګی برید وشو.

د افغانستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  برید  د خوست ولایت  د مندوزي په ولسوالۍ کې  د پوځي لوا  په جومات شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې  پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او تر شلو تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د بله پلوه  ځینو خبري رسنیو بیا  پدې پيښه کې  ۲۶ تنو د وژل کیدو او لږ تر لږه د ۵۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

دا شمیره بیا  تر اوسه پورې د کومې خپلواکې سرچینې لخوا نده تایید شوې.

د برید مسئولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جوماتونو  او دیني مجالسو  ځانمرګي بریدونه کیږي.

د تیرې شنبې په ماښام  په کابل کې  د میلاد نبي ص  د کلیزې د لمانځنې په مراسمو  چې د هیواد د ګوټ ګوټ نه پکې  دیني  عالمانو ګډون کړی وو  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي  ۵۵ تنه مړه او نږدې سل تنه نور  ټپيان شوي وو.



اړوند خبرونه