په کابل کې د تیرې ورځې د خونړي برید د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه

په کابل کې تیره ورځ د میلاد نبي ص د کلیزې په لمانځغونډې ځانمرګی برید وشو

1092335
په کابل کې د تیرې ورځې د خونړي برید د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان شوه

پرون د ماښام په ساعتونو کې  افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د میلاد النبي ص د کلیزې  د لمانځنې په مراسمو ځانمرګی  برید وشو.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ځانمرګی برید  د کابل د هوايي ډګر په جاده کې  د اورانوس  په نامه  په هوټل کې  چیرته چې د میلاد النبي ص د کلیزې  د لمانځنې په خاطر مراسم جوړ شوي وو  ترسره شو .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د هوايي ډګر په جاده کې د اورانوس د هوتل په دننه کې  د میلاد النبي ص  د کلیزې د لمانځنې په مراسمو  ځانمرګی برید وشو. 

د پیښې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته وویل چې  ځانمرګی برید  د نبي کریم ص د کلیزې د لمانځغونډې  د پیلیدو  پر مهال  هله  رامنځته شو کله چې  د قرانکریم  تلاوت  لا پایته نه وو رسیدلی.

عیني شاهدانو ویلي دي چې پدې غونډه کې  د ټول هیوادنه  په سلګونو تنو  دیني علماو او هیوادوالو ګډون کړی وو.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت  نن  ددې پيښې  د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره اعلان کړه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې  د تیرې ورځې په پیښه کې  ۵۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  دی او ۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه  د بعضو  روغتیايي حالت  ښه  ندی.

د ویلو ده چې  د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف غني  دا برید  په کلکو ټکو وغنده  او ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه  د چارشنبې ورځ په افغانستان کې ملي ماتم  اعلان کړ. د ویلو ده چې  دې برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.

ترکیې ، امریکا، پاکستان، ایران، ملګروملتونو سازمان  او یو زیات شمیر نورو هیوادونو  دا برید په کلکو ټکو وغنده.



اړوند خبرونه