په کابل کې د میلاد النبي د لمانځنې په مراسمو ځانمرګی برید وشو

په کابل کې د اورانوس په هوټل کې د میلاد النبي د لمانځنې په مراسمو ځانمرګی برید وشو

1091787
په کابل کې د میلاد النبي  د لمانځنې په مراسمو ځانمرګی برید وشو

د افغانستان په پلازمینه  کابل کې  د میلاد النبي  د لمانځنې په مراسمو خونړی  برید وشو.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه  د کابل د هوايي ډګر په جاده کې  د اورانوس  په نامه  په هوټل کې  چیرته چې د میلاد النبي  د لمانځنې په خاطر مراسم جوړ شوي وو  رامنځته شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې  ۵۰ تنه مړه  او تر ۸۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې برید د ځانمرګي برید کوونکي لخوا شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د هوايي ډګر په جاده کې د اورانوس د هوتل په دننه کې  د میلاد النبي ص  د کلیزې د لمانځنې په مراسمو  ځانمرګی برید وشو. 

هغه ویلي دي ګمان کیږي چې پدې پیښه کې د ځاني تلفاتو شمیره  لوړه شي. 

د ویلو ده چې دا مراسم  د افغانستان د علماو د شورا لخوا  جوړ شوي وو. 

په کابل کې د ایمرجنسۍ روغتون ویلي دي چې  د نوموړې پیښې په لسګونو تنه ټپیان  ددوې روغتون ته  راانتقال شوي دي چې د ډیرو روغتیايي حالت  باریکه  دی. 

عینی شاهدانو ویلي دي چې د چاودنې پر مهال  تر زرو ډیرو  کسانو د هوټل په سالون کې شتون  درلود.



اړوند خبرونه