د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې مذاکرات
د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې په مذاکراتو کې د امریکا لخوا له زندانه خوشې شوي طالب قومندانان ګډون کوي
د امریکا متحده ایالتونو لخوا په ۲۰۱۴ کال کې د زندانیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشي شوي طالب قومندانانو د امریکا سره د سولې په مخامخو مذاکراتو کې د برخه اخیستو په خاطر د طالبانو د قطر په دفتر کې په دندې پیل کړی دی.
دا خبره د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا شوې ده . هغه ویلي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو او امریکا ترمنځه د زندانونو د تبادلې په پایله کې خوشې شوو پنځو تنو طالب قومندانانو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د امریکا سره په مخامخو مذاکراتو کې د ګډون په خاطر د طالبانو د قطر په دفتر کې په دندې پیل کړی دی.
مجاهد یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې طالبان به لومړی د سولې مذاکرات د امریکا سره وکړي.
د بله پلوه د افغانستان د ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پنځو تنو طالب قومندانانو ته د افغان حکومت سره د سولې په مذاکراتو د ګډون هدایت کړی دی.
د طالبانو اړوند د جیش المسلم د ډلې پخواني مشر سید اکبر اغا ویلي دي چې دا په اصل کې د سولې په خاطر اوچت شوی یو ډیر مهم ګام دی.
سید اکبراغا ویلي دي چې نوموړي پنځه کسان په لاندې ډول دي. ملا فاضل ، خیرالله خیرالله،عبدالحق واسق ، ملا نورالله نوري او محمد نبي عمري دي.
هغه ویلي دي چې د سولې د مذاکراتو به بهیر کې ددې کسانو ګډون په اصل کې د سولې لپاره هیلې یو ځل بیا راژوندۍ کړي دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یو تن غړي قاضي محمد امین وقاد ویلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځه د سولې د مذاکراتو د پیلولو په مسله کې امریکا ډیر مهم رول لري. پدې برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت شوي دي. هغه ویلي دي چې دې بهیر ته ډير امیداوار دی.
د یادولو وړ ده چې طالبان د افغانستان د حکومت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی چې د هیواد یو دریمه برخه کې حاکمیت لري.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی