په کابل کې د څرخي پل د زندان په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د افغانستان تر ټولو د لوی د څرخي پل د زندان په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

په کابل کې د څرخي پل د زندان په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  د نن سهار د ځانمرګي له امله د مرګ ژوبله وروستۍ شمیره اعلان شوه.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې  په کابل کې  د څرخي پل د زندان د مامورینو په لیږد  بس  ځانمرګی برید وشو.

د کابل  د پولیسو ویاند بصیر مجاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۷ تنه مړه  او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت  ویاند  نجیب دانش بیا ویلي دي ځانمرګی برید کوونکی چې  پلی  وو  د څرخي پل زندان ته د مامورینو د لیږد  موټر د ننوتو پر مهال  برید کړی دی.

د ویلو ده چې  څو ورځې مخکې  هم  په کابل کې  د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون  په دروازه کې  ځانمرګی برید شوی وو. په تیر برید کې هم  یو تن ژوند د لاسه ورکړی وو او ۶ تنه نور ټپيان شوي وو.

د نني ځانمرګي برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. ویل کیږي د پیښې ټپیان  روغتون ته انتقال شوي او د درملنې لاندې قرار لري.



اړوند خبرونه