په فراه کې د جګپوړو چارواکیو چورلکې سقوط وکړ

په فراه کې د ولایتي شورا د رئیس په مشرۍ د هیت چورلکې سقوط کړی

په فراه کې د جګپوړو چارواکیو  چورلکې سقوط وکړ

د افغانستان په لویدیځ کې  پوځي چورلکې چې د جګپوړو پوځي چارواکیو په ګډون ۲۰ تنه پکې سپاره ول  سقوط وکړ.

د افغانستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چورلکې  د هرات ولایت د شینډنډ  او فراه ولایت د انادرې د ولسوالیو په منځ کې سقوط کړی دی.

ویل کیږي په چورلکه کې د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس او د په لویدیځ کې د ظفر قول اردو  مرستیال هم  پکې  شتون درلود.

د چورلکې د سپرلۍ د شمیرې په اړه  ډول ډول معلومات وړاندې شوي دي. ځینو سرچینو په چورلکه کې د شلو تنو نه  او ځینو نورو بیا د ۲۲ تنو نه خبر ورکړی دی.

د بله پلوه  طالبانو ادعا کړې ده چې چورلکه  ددوې لخوا ویشتل شوې ده .

د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د فراه ولایت د ولایتي شورا  د رئیس  او ظفر قول اردو  د مرستیال په ګډون  د لویدیځ زون د جګپوړو  چارواکیو  چورلکه  راغورځولې چې په پایله کې  د فراه د ولایتي شورا رئیس ،  او د قول اردو مرستیال  په ګډون  ۲۵ تنه وژل شوي دي.

 

د بله پلوه  د فراه ولایت  د والي ویاند  ناصر مهري خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې پیښه کې  د فراه د لایتي شورا رئیس، د ظفر قول اردو مرستیال  او د ولایتي شورا د غړې په ګډون ۲۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی. 

هغه  د طالبانو لخوا د چورلکې د ویشتو  ادعا رد کړې ده او ویلي دي چې دې چورلکې  د خرابې هوا  له امله  سقوط کړی. 



اړوند خبرونه