حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان  د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین  حکمت خلیل کرزي له خپلي دندې استعفا وکړه.

حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان  د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین  حکمت خلیل کرزي له خپلي دندې استعفا وکړه.

حکمت خلیل کرزي  په خپل استعفا لیک کې چې د خبري رسنیو لاس ته ورغلی دی  لیکلي دي چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې  د ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ  د لویو قدرتونو سره  د اړیکو د انډول د ساتلو او د هیواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو  او تل پاتې سولې په خاطر  ډیرې زیاتې هلې کړي دي.

دم ګړۍ  د ملي یووالي په حکومت کې  د ژورو اختلاف د نظرونو له امله  راته د خدمت  زمینه  لا محدوده کړې ده چې  پداسې یو حالت کې نشي کولای  د لا ښه  خدمت جوګه شي.

هغه ویلي دي چې  پدې حکومت کې  نور خپل شتون  د افغانستان د خلکو د اساسي حقوقو نه د دفاع په برخه کې اغیزمن نه بولي او پریکړه يي وکړه چې  پداسې یو حالت کې د خپل ولس ترڅنګ  ودریږي.

د ویلو ده چې ښاغلي کرزي خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې خو دا لا معلومه نده چې استعفا يي منل شوې او که نه. 



اړوند خبرونه