په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

په ترکیه کې یوځل بیا په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال چې د قاچاقي لارو څخه ترکیې ته راغلي وو ونیول شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې د ارتوین په ولایت کې  ۳۳ تنه ناقانونه افغان کډوال  چې د قاچاقبرانو لخوا د استانبول  په بهانه  په ارتوین ولایت کې په یو ځنګل کې  پریښودل شوي وو  ونیول شول.

د نیول شوو کډوالو په وینا  د ایران له لارې په قاچاقي توګه ترکیې ته د راننوتو نه وروسته  د یو قاچاقبر سره  تر استانبوله  خبرې وکړې. قاچاقبر  ۳۳ تنه  کډوال په یو ټیلر لارۍ کې  پټ  او استانبول ته د وړولو په بهانه  د ټولو نه  پیسې واخیستې.

ټیلر چلوونکي  کډوال  د استانبول په بهانه په  ارتوین ولایت  په یو ځنګل کې  ښکته کړل  او ورته يي ویلي چې  یو کیلومتره مزل نه وروسته استانبول ښار ته رسیږۍ.

د سیمې د ژاندارم ځواکونو  د ګزمې ټیم  په ځنګل کې لسګونو تنه کډوال چې په پلي توګه روان  ول تثبیت وروسته  ټول ونیول. ژاندارم  ځواکونو نیولي کډوال  په موټرو کې  د ارتوین ولایت د ژاندارم ځواکونو قومندانۍ ته  تسلیم کړل.

همداشان  کډوال په روغتون کې د صحي معاینې نه وروسته  د ارتوین ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته  وسپارل.

همداشان  په ایدن ولایت کې هم  ۲۴ تنه ناقانونه  افغان کډوال چې  یونان ته د تلو هڅه کوله ونیول شول.

د ایدن ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ په وینا  نیول شوو کډوال  د یوې پلاستیکي بادي کښتۍ  په واسطه  یونان ته  د تیریدو هڅه کوله  چې  ددوې لخوا تثبت او ونیول شول.

نیول شوي کډوال د ایدن ولایت  د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه