په پکتیا کې مهم طالب ډلمشران ووژل شول

په پکتیا کې د دوو ورځو په هوايي بریدونو کې تر ۴۰ تنو ډیر طالب اورپکي وژل شوي دي

په پکتیا کې مهم طالب ډلمشران ووژل شول

 د افغانستان د پکتیا په ولایت کې د ۴  تنو  مهمو طالب  ډلمشران  په ګډون  ۷ تنه  وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت د مقام په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  د سویل ختیځ زون لپاره د طالبانو د استخباراتو مسئول  په ګډون ۷ تنه مهم  جنګیالي وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  نوموړي  طالبان  د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

د بیان له مخې  یاد شوي  طالب مشرانو  د یو ترهګریز فعالیت په خاطر  په موټر کې روان ول چې  هوايي برید پرې شوی دی.

په برید کې  ګل رحمان مشهور په انس ، حبیب الله مشهور به ادریس او بحران  په ګډون  د طالبانو ډیر مهم  سرګروپان  وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  تیره ورځ  هم  د ګردیز ښار په شاوخوا کې  د طالب اورپکو په مهمو  ډلمشرانو  د برید په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۳۵ تنه طالب اورپکي  ووژل شول.

همداشان  د تیرې ورځې په برید کې ګن شمیر پاکستاني طالب اورپکي هم  وژل شوي دي.



اړوند خبرونه