په ننګرهار کې د تیرې ورځې د خونړۍ پيښې د قربانیانو شمیره نوره هم لوړه شوه

د افغانستان  په ختیځ ننګرهار ولایت کې  د تیرې ورځې د خونړۍ پيښې د قربانیانو شمیره ۷۰ تنو ته  نږدې شوه.

په ننګرهار کې د تیرې ورځې د خونړۍ پيښې د قربانیانو شمیره  نوره هم لوړه شوه

 

د ننګرهار ولایت  د عامې روغتیا د ریاست  د معلوماتو له مخې  د تیرې ورځې د پیښې د قربانیانو شمیره  ۶۸ تنو  او د ټپیانو شمیره ۱۶۵ تنو ته  رسیدلې ده .

د یادولو وړ ده چې  پرون  د ماسپخین  د دوو بجو په شاوخوا کې  ځانمرګي برید کوونکي  مومندرې  په ولسوالۍ کې  په مظاهره کوونکو  چې په اچین کې  د سیمه ایزو پولیسو د قومندان پر خلاف مظاهره کوله  برید وکړ.

مظاهره کوونکي  د اچین د ولسوالۍ اوسیدونکي وو  او په یاده شوې ولسوالۍ کې  د سیمه ایزو  پولیسو د قومندان د ظلمونو پر خلاف په سوله ایزه توګه  مظاهره کوله.

برید کوونکي  د مظاهره کوونکو  د خیمې ترڅنګ  د سلګونو تنو  په منځ  کې د ځان پورې  تړلي چاودیدونکي توکي وچول.

دا برید پداسې حال کې وشو چې تیره ورځ  په جلال آباد ښار کې  درې نورې چاودنې هم  شوې وې.

د پيښې د قربانیانو شمیره  ۶۸ تنو او د ټپیانو شمیره ۱۶۵ تنه  ښودل شوی دی.

سیمه ایز چارواکي وایي چې کیدای شي د مړو شمیره  نوره هم  لوړه شي.

د ویلو ده چې دا پيښې پدې وروستیو کې  په افغانستان او بیا په ختیځ زون کې تر ټولو  خونړۍ  او مرګونې پيښه ده.

د پيښې مسئولیت  تر اوسه پورې هیچا په غاړه ندی اخیستی.

طالبانو  بیا  د نوموړې  پيښې په اړه سخت غبرګون وښود او دا پيښه يي رد کړه.

د بله پلوه ځايي  خلکو  د نوموړې پيښې مسئول  د اچین د ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان  بولي .



اړوند خبرونه