د اچین د سیمه ایزو پولیسو قومندان بلال پاچا ونیول شو

بلال پاچا د خپلو دوو ورونو سره یو ځای ونیول شو

د اچین د سیمه ایزو پولیسو قومندان بلال پاچا ونیول شو

د ننګرهار ولایت د اچین  د ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان  بلال پاچا او د هغه دوه ورونه چې  په مومندره کې پر خلاف  د مظاهرې پر مهال پر مظاهره کوونکو  خونړی ځانمرګی برید وشو  ونیول شول.

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوږیاني خبري رسنیو ته ویلي دي چې  بلال پاچا او د هغه دوه ورونه  د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د ویلو ده چې  بلال پاچا  د اچین په ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو هغه قومندان دی چې خلک يي د ظلم  او ناکوبو نه  پزې ته راغلي وو.

د تیرو څو ورځو راهیسې د اچین د ولسوالۍ  خلکو د بلال پاچا پر خلاف  د جلال آباد او تورخم په لویه لاره کې د ډکې  په سیمه کې  مظاهرې کولې.

مظاهره کوونکو د حکومت نه  د بلال پاچا د نیولو او له دندې نه د لرې کولو غوښتنه کوله.

همداشان  پرون د ماسپخین په ساعتونو کې بیا  په نوموړو مظاهره کوونکو  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي  ستر قتل عام رامنځته شو.

د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه  ۶۸ تنه مړه او ۱۶۵ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه