په ننګرهار کې پر مظاهره کوونکو ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې پر مظاهره کوونکو  ځانمرګی برید وشو.

په ننګرهار کې پر مظاهره کوونکو ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې پر مظاهره کوونکو  ځانمرګی برید وشو.

د ننګرهار د رسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  برید  نن  د ماسپخین د دوو بجو پر مهال  د مومندرې په ولسوالۍ کې د دکې په سیمه کې  د معترضو  لاریون کوونکو  د خیمې ترڅنګ  وشو. په بیان کې راغلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي  د شینوارو د خلکو د لاریون په منځ کې چې د جلال آباد تورخم  په لویه لاره کې د ډکې په سیمه کې  جوړ کړی وو  د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. 

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست  پدې پيښه کې  د ۳۲ تنو د وژل کیدو او نږدې ۱۲۸ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

عیني شاهدانو  پدې پيښه کې  لږ تر لږه  د ۳۹ تنو د وژل کیدو او تر سلو  تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی. 

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف  غني نه نیولې  ټولو دا چارواکیو  د ننګرهار  نني بریدونه د انسانیت، بشریت، اسلامیت  ضد  بریدونه بللي  او یو ستر جنایت په توګه ترینه یادونه کړې ده . 

سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې  برید په مظاهره کوونکو چې  د  یادې شوې ولسوالۍ د امنیې قومندان  د استعفا غوښتنه يي کوله رامنځته شوی دی.

طالبانو  یاد شوی  برید رد کړی دی. طالبانو ویلي د نوموړي برید سره  کوم تړاو نلري.

 



اړوند خبرونه