په ننګرهار کې ۳ پر پسې چاودنې شوي

د افغانستان په ختیځ  ننګرهار ولایت کې  د ښوونځیو په مخکې  ۳ چاودنې شوي.

په ننګرهار کې ۳ پر پسې چاودنې شوي

 

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنې  یوه  د جلال آباد ښار د بي بي هوا د لیسې  په مخکې شوې ده .

پاتې چاودنې  د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د بلند غر په سیمه کې  د ښوونځیو په مخکې شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاني خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړنۍ چاودنه  په ځايي وخت د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې  د بي بي هوا لیسې په مخکې وشوه چې له امله يي د ښوونځي ساتونکی  ټپي شوی دی.

همداشان  نورې چاودنې  د ملکه حمیرا د نجونو او د محمدي صاحبزاده په نامه د هلکانو د ښوونځیو په مخکې شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې چاودنو کې یو تن  ۱۴ کلن تنکي ځوان  وژل شوی  او ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت  د پوهنې رئیس  محمد اصف شینواري  د پيښې پخلی کړی دی.



اړوند خبرونه