د افغان په شمال کې په لسګونو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په شمال کې د طالبانو په درې جلا جلا بریدونو کې  لږ تر لږه  ۳۵ تنه افغان امنیتي ځواکونو  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د افغان په شمال کې په لسګونو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

طالبانو  تیره شپه  د هیواد په شمال کې په کندوز، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو  د بریدونو سره  لږ تر لږه  ۳۵ تنه وژلي دي.

د سمنګان د والي ویاند  صدیق عزیزي  د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې  طالبانو تیره شپه د یاد شوي ولایت د دره صوف په ولسوالۍ کې  په  امنیتي ځواکونو  برید کړی چې په پایله کې  ۱۴ تنه  امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې جګړه کې طالبانو ته هم  مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بله پلوه  یو تن افغان چارواکي  ویلي دي چې  په کندوز  او جوزجان ولایت کې په بریدونو کې  لږ تر لږه  ۲۱ تنه امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.

طالبانو تیره شپه  د کندوز ولایت د دشتې ارچي په ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۱۳ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا رئیس  یوسف ایوبي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  د یکشنبې د شپې په نامه  پر امنیتي پوستو  برید پيل کړی چې وروسته نښته پیل شوه. نښتې د دوشنبې د سهار تر ساعتونو دوام  وکړ.

همداشان د جوزجان ولایت د امنیې قومندان  جنرال فقیرمحمد جوزجاني  خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه  په ناوخته ساعتونو کې د خم آب  په ولسوالۍ برید وکړ چې د سختې جګړې نه وروسته ولسوالۍ د طالبانو لخوا ونیول شوه.

هغه وویل چې پدې جګړه کې  لږ تر لږه ۸ تنه پولیس مړه  او ګن شمیر ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې پدې جګړه کې طالبانو ته هم  درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بله پلوه  یوې بلې سرچینې ویلي دي چې  د خم آب په ولسوالۍ کې ځینې امنیتي ځواکونو  د طالبانو لخوا اسیر نیول شوي او ګن شمیره اربکي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د دواړو بریدونو مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند  مجاهد  په دشتې ارچي ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده .



اړوند خبرونه