په کابل کې د مسعود په پلويانو ځانمرګی بريد وشو

په کابل کې ځانمرګي بريد ګن شمير کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په کابل کې د مسعود په پلويانو ځانمرګی بريد وشو

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د مسعود په پلويانو ځانمرګی بريد وشو. 

د کابل پوليسو خبري رسنيو ته ويلي دي چې نن د غرمې نه وروسته يو ځانمرګي بريد کوونکي د سليم کارون او تايمني د څلور لارو ترمنځه د مسعود د پلويانو د موټرو په کاروان د موټر سايکل پرمټ بريد وکړ . 

د کابل پوليسو ويلي دي چې په بريد کې لږ تر لږه ۷ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کابل پوليسو ويلي دي چې امنيتي ځواکونو نن د مسعود په څلور لارې کې يو تن ځانمرګی بريد کوونکی چې غوښتل يي د مسعود په پلويانو بريد وکړي له خپو وغورځو. 

د ويلو ده چې نن په پلازمينه کابل کې د افغانستان د جهاد د نامتو قومندان او د دفاع د پخواني وزير احمد شاه مسعود د ۱۷ م تلن له امله چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو لمانځنه کيږي.



اړوند خبرونه