په کابل کې  د دویمې چاودنې نه خبر ورکړ شو.

په کابل کې دویمه چاودنه وشوه

په کابل کې  د دویمې چاودنې نه خبر ورکړ شو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د کابل په ننيو دوو ځانمرګيو بريدونو کې لږ تر لږ۲۳تنه مړه او تر ۹۰ تنو ډير ټپيان شوي دي. 

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي د پيښې په اړه ويلي دي چې نن د ماښام د شپږو بجو پرمهال د کابل په لويديځ کې ددشت برچي د قلعه ناظر په سيمه کې په يو ورزشي کلپ کې ځانمرګی بريد وشو. 

همداشان د لومړنی بريد نه لنډه موده وروسته د پوليسو ، خبريالانو او د لومړني بريد د قربانيانو مرستې په خاطر راټولو شوو کسانو په منځ کې دويمه چاودنه وشوه. 

هغه ويلي چې تر اوسه پورې ۲۳تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۹۰ تنو ډير کسان ټپيان شوي دي . 

د ويلو دی چې په دويم بريد کې د طلوع تلويزيون دوو تنو خبريالانو هم ژوند د لاسه ورکړی دی. 

طلوع نيوز ويلي دي چې په ننيو پيښو کې دوه تنه غوره کارکوونکي خبريال صميم فرامرز او تصوير اخيستونکی رامز احمدي د لاسه ورکړي دي. 

د ويلو چې نږدې يوه مياشت مخکې هم په همدې سيمه کې په ښوونيز مرکز  د ځانمرګي بريد له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه