په کابل کې چاودنه وشوه

د کابل په شپږمه ناحیه کې چاودنه شوې

په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان  په پلازمینه کابل کې  چاودنه شوې.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه  د پلازمینې لویدیځ لوري ته  د پولیسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .

د کابل  پولیسو  د چاودنې پخلی کړی دی .

ویل کیږي  چاودنه  د مزاري په جاده کې  د مسجد الزهرا  په کوڅه کې شوې ده .

همداشان  ځینو ځايي خبري رسنیو ویلي دي چې چاودنه  په یو سپورتي کلپ کې د سیالۍ پر مهال  شوې ده . 

ځینو عیني شاهدانو ویلي دي چې  بریدګر لومړی  د کلپ ساتونکی په ډزو وواژه او وروسته يي ځان  ولوزو.

سیمې ته  ګڼ شمیر  امبولانسونه  استول شوي دي. 

همداشان  د افغانستان د روغتیا وزارت بیا ویلي دي چې تر اوسه پورې  د څلورو تنو مړي  او ۱۸ تنه ټپیان  روغتونونو ته انتقال شوي دي. 

په ټولنیزو شبکو خپرو شوو انځورونو کې  ښکاري چې د مرګ ژوبلې رقم  د ښودل شوي رقم نه په مراتبو لوړ دی. 



اړوند خبرونه