افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت د پام وړ د لاسه ورکړی

په افغانستان ملي کرنسۍ  افغانۍ  د ډالرو پر وړانډې خپل قیمت  د پام وړ د لاسه ورکړی دی.

افغانۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت د پام وړ د لاسه ورکړی

 

په کابل کې نن یو ډالر ۷۴ افغانیو ته  لوړ شو.

په کابل کې  د صرافانو د شورا  مطبوعاتي مسئول  مجید احمدزاده  خبري رسنیو ته ویلي دي چې افغانۍ د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د لومړي ځل لپاره د ډالرو پر وړانډې پدې اندازه  ارزښت د لاسه ورکوي.

هغه ویلي دي چې  د افغانستان مرکزي بانک  بازار ته د ډالرو په عرضه کې  د پام وړ کموالی راوستی دی چې دا خبره  د افغانیو  د بیې د راټیټیدو  لامل  ګرځیدلې ده .

هغه ویلي دي چې د ډالرو د بیې د لوړیدو سره  په بازارونو کې د ټولو هغه اجناسو  چې د بهر نه راواریدیږي  د پام وړ لوړې شوي دي.



اړوند خبرونه