د افغانستان په ختیځ کې یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو

د افغانستان په ختیځ کې په یو نفوذي برید کې یو تن امریکايي سرتیری مړ او بل تن ټپي شو.

1042674
د افغانستان په ختیځ کې یو تن امریکايي سرتیری ووژل شو

 

په افغانستان کې  د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت  د یو بیان په خپرولو سره  د هیواد په ختیځ کې  په یو نفوذي برید کې د یو تن امریکايي سرتیري د وژل کیدو او بل تن د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا پیښه  پرون  د سپټمبر دریمه  د هیواد په ختیځ کې رامنځته شوې ده .

په بیان کې راغلي دي چې  د روان کال په ترڅ کې  دا شپږم  امریکايي سرتیری دی چې وژل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټپي سرتیري  روغتیايی حالت  د ډاډ وړ  دی.

د وژل شوي  سرتیري د هویت  او د پيښې د دقیق  ځای په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه