طالبانو په غزني پراخه بریدونه کړي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په غزني ولایت کې د طالبانو هممهالي ډله ایز بریدونه  په شا تنبولي دي.

طالبانو په غزني پراخه بریدونه کړي

 

طالبان  بیا  په غزني کې  د ګڼ شمیر  دولتي ادارو  د نیولو  او د پرمختګ  ادعا کوي.

د بله پلوه  په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو بیا  د یو بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې په غزني کې  د طالبانو د ډله ایزو بریدونو په ځواب کې د هغوي په مرکزونو  او پټنځایونو  هوايي بریدونه کړي دي. امریکايي ځواکونو ویلي دي چې  د طالبانو بریدونه په شا تنبول شوي دي. ټول هغه  سیمې چې د طالبانو لخوا نیول شوې وې بیرته د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

همداشان د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د هیواد دښمنانو غوښتل چې  د غزني تاریخي ښار په کنډالو  او د وینو په جهیل بدل کړي چې  له نیکه مرغه  خپلو موخو ته  ونه رسیدل.

په بیان کې راغلي دي چې  د هیواد دښمنان  د خپلو شومو اهدافو سره  په شا تنبول شوي دي  او درنده  مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

پدې جګړه کې  تر ۱۵۰ تنو ډیر طالب اورپکو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده چې مړي  او ټپیان  يي په لاړ او سړکانو کې پراته  دي.

په بیان کې راغلي دي چې  طالبانو د غزني په څلورمه ناحیه  او پي آر ټي په سیمو کې  د ملکي وګړو کورونو ته  ننوتي دي او د هغه ځای نه د پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

د یادولو وړ ده چې  طالبانو  تیره شپه  په غزني ولایت په یو زیات شمیر برخو همهالي بریدونه پيل کړل.

د غزني امنیتي ځواکونو  د طالبانو د بریدونو پر وړاندې  سخت مقامت  کړی  چې په کمه موده کې  ځانګړي ځواکونه  یاد شوي ښار ته ورسیدل.

د افغانستان ځانګړو ځواکونو  په غزني کې  یو زیات شمیر سیمې چې د طالبانو لخوا يي د نیولو ادعا شوې وه  بیرته تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس  د غزني  ښار  د پولیسو د مشر فرید احمد مشال  له قوله ویلي دي چې  پدې جګړه کې  یو تن  افغان سرتیری مړ او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې  طالبانو تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې  د څو خواوو نه  په غزني ښار بریدونه  پيل کړل  .

د سیمې عیني شاهدانو خبري فرانس  پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې  د جګړې د پیلیدو نه وروسته  د چاودنو او درندو ډزو  غږونه اویدل کیدل  او د ځینو سیمو نه  لمبې  او تور لګوي  پورته کیدل.

د غزني د ښار یو تن اوسیدونکي  بیا ویلي دي چې  د خپل ژوند په اړه  ډیره اندیښنه لري. ډیر ډاریږي. طالبانو  د جوماتونو  د لوډسپیکرونو نه  په خلکو غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر نشي.

همداشان  بهرنیو ځواکونو بیا ویلي دي چې د ښار امنیت  افغان ځواکونو  په لاس کې دی.



اړوند خبرونه