د افغانستان په پلازمینه کابل کې  هدفي وژنو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده .

په پلازمینه کابل کې  دا ځل  د پوځي چارو  یو تن  کارپوه  په خپل کور کې  ووژل شو.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  هدفي وژنو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده .

 

د کابل د پولیسو ویاند  حشمت ستانکزي  ویلي دي چې  د پوځي چارو کارپوه جنرال  زلمی وردک  د کابل د کارته پروان په سیمه کې په خپل کې وژل شوی دی.

ویاند ویلي دا لا معلومه نده چې  جنرال زلمی وردک  د چا لخوا او ولې وژل شوی دی.

پولیسو  پدې اړه  تحقیقات  پیل کړي دي.

د ویلو ده چې  دوه ورځې مخکې  په همدې سیمه کې  د ارګ د ماڼۍ  د اقتصادي زون امر مظهر د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی وو.

همداشان  نږدې یو میاشت هم  په همدې سیمه کې  ۳ تنه پولیس د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي وو.



اړوند خبرونه