په پکتیکا کې  طالب اورپکو ته  درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا ولایت نه  د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د اریوب ځاځیو او احمد خیلو په ولسوالیو کې  د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې  تر ۷۰ تنو ډیرو طالب اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په پکتیکا کې  طالب اورپکو ته  درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د سیمې  امنیتي چارواکیو ویلي دي چې طالبانو  د اریوب ځاځیو او احمد خیلو په سیمو کې  په امنیتي ځواکونو  ډله ایز بریدونه پیل کړي وو چې  د سخت مقامت  سره  مخامخ شول.

د طالبانو  برید په شا تنبول شوی  دی  او درنده مرګ ژوبله هم  ورته اړول شوې ده .

پدې برید کې  نږدې  ۳۰ تنه  طالب اورپکي وژل شوي  او تر ۴۰ تنو نور ټپيان شوي دي.

د بله پلوه  د ۲۰۳ تندر قول اردو  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د طالبانو  بریدونه يي په شا تنبولي دي  او درنده مرګ ژوبله يي ورته اړولې ده .

په بیان کې راغلي دي چې د طالبانو  مړي  د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي چې پاکستاني وګړي هم  پکې  شتون لري.



اړوند خبرونه