د افغانستان  د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن  کارکوونکی  ووژل شو.

په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اقتصادي زون د ارتباطاتو امر ترور شو

د افغانستان  د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن  کارکوونکی  ووژل شو.

 

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د ولسمشرۍ ماڼۍ یو تن کارکوونکی  پرون د مازیګر په ساعتونو کې د نامعلومه وسله والو لخوا ووژل شو.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي ویلي دي چې  د ولسمشرۍ ماڼۍ دا کارمند  مظهر صمیم  پرون د مازیګر په ساعتونو کې  د کابل د پولیسو د دریمې حوزې په مربوطاتو کې د کارته مامورینو په سیمه کې  د نامعلومو وسله والو لخوا په قتل ورسول شو. هغه ویلي دي چې  دا لا معلومه نده چې دا پیښه کې  د ترهګرۍ سره  کوم تړاو لري او که نه.

د پيښې په اړه تحقیقات  پیل شوي  چې معلومه شي چې دا جنایي  پیښه ده او که  د شخصي دښمنۍ په پایله کې رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې  مظهر صمیم د ارګ په ماڼۍ کې  د اقتصادي زون د ارتباطاتو د امر په توګه دنده  ترسره کوله.

د یادولو وړ ده چې  دا لومړی ځل ندی چې په کارته مامورینو کې دا ډول پیښه رامنځته کیږي.

نږدې یو میاشت مخکې هم  ناپیژانده وسله والو کسانو په کارته مامورینو کې  ۳ تنه پولیس په ډزو ووژل او وروسته  د سیمې نه وتښتیدل.

د تیرې پيښې مسئولین هم  تر اوسه پورې  موندل شوي ندي.



اړوند خبرونه