طالبانو یو ځل بیا په لسګونو تنه افغان پوځیان په قتل ورسول.
د افغانستان د ارزګان په ولایت کې د طالبانو لخوا په یوې پوځي هډې د ډله ایز برید له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه سرتیري وژل شوي دي.
1026293
د ارزګان ولایت د چنارتو د ولسوالۍ د امنیې قومندان اختر محمد خبري رسنیو ته وویل چې طالبانو په پوځې هډې د څلورو خواوو نه هممهالي بریدونه کړي.
هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه پوځیان وژل شوي او ګن شمیر نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې ددې سربیره ځینې سرتیري د طالبانو لخوا اسیر نیول شوي دي.
اختر محمد زیاته کړې ده چې پدې نښته کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او د یادې شوې پوځي هډې د نیولو ادعا يي کړې ده .
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی