په ننګرهار کې غبرګې چاودنې شوي

د ننګرهار د خوږیاڼو او چپرهار په ولسوالیو کې جلا جلا چاودنې شوي دي

1008774
په ننګرهار کې غبرګې چاودنې شوي

په ننګرهار ولایت کې په غبرګو چاودنو کې  د طالبانو د یو تن  سیمه ایز قومندان په ګډون نږدې  شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د ننګرهار  ولایت د رسنیو  دفتر لخوا د خپور شوي  بیان له مخې  نن لومړی د سهار په ساعتونو کې د  خوږیانو ولسوالۍ  د نکړخیلو په سیمه کې د ماین په چاودنه کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قومندان  او د هغه یو خپل  مړ  او لس تنه ملکي  وګړي  ټپیان شوي  دي.

همداشان  د ننګرهار ولایت  د چپرهار په ولسوالۍ کې هم په یوې  میله یا سیمه ایز بازار کې  چاودنې لږ تر لږه ۹ تنه ټپیان کړل.

په ټپیانو کې ماشومانو هم  شتون لري. د ټپيانو نه د بعضو روغتیايي حالت  خراب دی.

د یادولو وړ  ده چې  دا  د یوې اوونۍ په دننه کې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په طالب قومندانانو دویم  بمي  برید دی چې  ترسره کیږي.

 

 



اړوند خبرونه