داعشي ترهګرو د ښوونځي بې ګناه ساتونکي ووژل

داعشي ترهګر د بې ګناه انسانانو وژنو ته دوام ورکوي

1003372
داعشي ترهګرو د ښوونځي بې ګناه ساتونکي ووژل

داعش ترهګره دله په وحشت کې سرحد نه پيژني. 

داعش ترهګري دلې په ننګرهار ولايت کې د يو ښوونځي د ۳ تنو ساتونکو نه سرونه پرې کړل. 

د ننګرهار ولايت نه د ترلاسه شوي رپوټ له داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار ولايت د خوږياڼو په ولسوالۍ کې د ملکيار د ښوونځي د ۳ تنو ساتونکو نه سرونه پرې کړي دي. 

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مسئولينو خبري رسنيو ته ويلي دي چې داعشي ترهګرو د ښوونځي د ساتونکو د وژلو سربيره کتابتون او تولې اداري خونې هم سوځولي دي. 

د ننګرهار والي حيات الله حيات د پيښې پخلی کړی . 

د ويلو ده چې داعشيانو نږدې يوه مياشت مخکې د سيمې خلکو ته ماشومان ښوونځيو ته مه استوۍ خبرداری ورکړی وو.



اړوند خبرونه