د افغانستان  په ختیځ  ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

په روداتو کې چاودنه وشوه

د افغانستان  په ختیځ  ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د افغانستان  په ختیځ  ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  چاودنه د ننګرهار ولایت په روداتو  ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د ننګرهار د والي ویاند  عطاالله خوږیاني  د پيښې په اړه ویلي دي چې  چاودنه  د روداتو ولسوالۍ د پيوې  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې چاودنه  په سیمه ایزو پولیسو شوې ده .

په چاودنه کې  ټولټاکنو د کمیسیون یو تن کارکوونکي او د سیمه ایزو پولیسو د یو تن  مشر په ګډون  دوه تنه مړه او ۴ تنه  سیمه ایز پولیس ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې موخه  روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  چاودنه پداسې حال کې کیږي چې  د افغانستان حکومت د طالبانو سره  د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

د افغان حکومت لخوا اعلان شوی  اوربند  نافذ شوی دی  . همداشان طالبانو لخوا  د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی دی  او ویلي دي چې  پدې ورځو کې په هیچا برید ونکړي. دولتي کارکوونکي او امنیتي ځواکونه کولی شي چې  حتا  ددوې تر کنټرول لاندې سیمو ته سفر وکړي .



اړوند خبرونه