د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

په جلال آباد کې چاودنه شوې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې چاودنه نن د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد ښار په زړه کې  په دویمه ناحیه کې د اهنګرانو  په کوڅه کې  شوې ده.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  چاودنه  په ځايي وخت د سهار شپږو بجو په شاوخوا کې  د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د اهنګرانو په کوڅه کې شوې ده .

د خوږیاڼي په وینا  پیښه د اکرام الله په نامه  د یو تن  دوکاندار د دوکان په مخکې د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې له امله  رامنځته شوه.

پدې پیښه کې یو تن ماشوم  مړ  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو نه هم  ۴ تنه ماشومان  دي. همداشان  پدې پيښه کې پخپله دوکاندار هم  ټپي شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه