د غزني د مقر په ولسوالۍ د موټر پرمټ برید شوی دی

د افغانستان د حکومت لخوا د طالبانو سره  د یو پلوي اوربند په لومړۍ ورځ طالبانو  بریدونو ته  زور ورته کړی دی.

د غزني د مقر په ولسوالۍ د موټر پرمټ برید شوی دی

د افغانستان د حکومت لخوا د طالبانو سره  د یو پلوي اوربند په لومړۍ ورځ طالبانو  بریدونو ته  زور ورته کړی دی.

طالبانو  تیره شپه د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ د موټر پر مټ  برید وکړ.

د غزني ولایت  د والي ویاند  عارف نوري خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  د دوو بجو په شاوخوا کې  د مقر په ولسوالۍ  د موټر پر مټ  برید وکړ.

پدې برید کې  تر ۳۰ تنو  ډیرو  مرګ ژوبله واوښته.

ویاند ویلي دي چې په برید کې  ۵ تنه سرتیري وژل شوي او د ولسوال په ګډون  ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې  درې تنه ملکي وګړي، درې تنه د ملي امنیت د ریاست منسوبین  او پاتې نور ټول  پولیس  دي.

دا برید پداسې حال کې کیږي چې  افغان حکومت لخوا د طالبانو سره  اعلان شوی  اوربند  نن  پیل شو.

طالبانو د اوربند په لومړنۍ ورځ  د فاریاب د کوهستان  او د غزني د مقر په ولسوالۍ بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه